د لاسرسي ځای

تازه خبر

"هیله ده نوی حکومت به په همدې اوونۍ کې جوړ شي"


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو وغوښتل چې په دوه درې ورځو کې دې یو تربله موافقې ته ورسیږي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو وغوښتل چې په دوه درې ورځو کې دې یو تربله موافقې ته ورسیږي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وايي؛ افغانستان اوسمهال د نوي حکومت جوړېدو ته سخت ضرورت لري او د جمهوري ریاست د واړه کاندیدان دې د ملي ګټو په خاطر ډیر ژر یو تربله تفاهم وکړي.

ښاغلي کرزي دا خبرې د سه شنبې په ورځ په کابل کې د شهید د اوونۍ او پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود د وژل کېدو د دیارلسمې کلیزې په مناسبت غونډه کې وکړې.

احمد شاه مسعود له نن څخه دیارلس کاله دمخه؛ د دوو بهرنیو خبریالانو په یوه تروریستي حمله کې ووژل شو.

ښاغلي کرزي پر دواړو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي تاکید وکړ چې؛ ترراتلونکو دوه درې ورځو پورې دې؛ د نوي حکومت د جوړېدو لپاره تفاهم ته ورسیږي:

"موږ ته نوی حکومت ډاکتر صاحب عبدالله عبدالله او ډاکترصاحب اشرف غني احمدزی راوړلی شي. پر دوی غږ وکړئ چې، نتیجې ته ورسیږئ او ورته ووایئ چې ترهغې مو نه پریږدو چې تفاهم مو نه وي کړی.

د افغانستان د نیکمرغۍ په هیله که دا کاندید سبایا بل سبا موافقې ته ورسیږي او د لوړې مراسم ترسره شي، انشاء الله نوی حکومت به په همدې اوونۍ کې جوړ شي."

د شهید د اوونۍ د نمانځلو په غوڼده کې پر جمهور ريیس کرزي سربیره؛ د کابینې غړو، یوشمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو؛ ځینو جهادي شخصیتونو او جمهور ریاست ته کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ګډون کړی و.

غونډې ته جهادي شخصیت عبدالرب رسول سیاف په خپلو خبرو کې د هیواد شهیدان وستایل او هیله یې وښوده چې؛ په هېواد کې دې د ملي وحدت داسې یو حکومت جوړشي چې؛ د خلکو او هېواد په ګټه وي:

"زما غوښتنه هم دا ده چې خداې دا ملت په یوه لار روان کړي او هغه پریکړه دې موږ ته وکړي چې؛ هغه پرې راضي وي. حق پر څوکۍ ناست وي او ملت سره یو وي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې؛ د دوشنبې پر ورځ جمهوري ریاست ته کاندید عبدالله عبدالله ویلي چې؛ د دواړو کاندیدانو ترمنیځ سیاسي خبرې بې نتیجې پای ته رسیدلي دي.

عبدالله عبدالله ویلي چې، د رایو د تفتیش پروسه په شفافه توګه پرمخ نه ځي او دې به په هیڅ صورت؛ په درغلیو جوړ حکومت ته غاړه کینه ږدي.

په عین حال کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې؛ انتخاباتي ټولې چارې په شفافه توګه پرمخ روانې دي.

د دې کمیسیون چارواکو په دې وروستیو کې ویلي چې؛ که د دواړو کاندیدانو ترمینځ سیاسي خبرې نتیجې ته ورسیږي او که نه، دوی به د رایو د تفتیش او د رایو د باطلولو پروسه جاري وساتي او نتیجه به یې هم اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG