د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اشرف غني او عبدالله د ډلو تازه څرګندونې


تمه ده د جمهوري ریاست دواړه کاندیدان ډېر ژر د ملي یووالي په حکومت کې د اجرایوي رییس د واکونو پر سر پریکړه وکړي.

تمه ده د جمهوري ریاست دواړه کاندیدان ډېر ژر د ملي یووالي په حکومت کې د اجرایوي رییس د واکونو پر سر پریکړه وکړي.

د تحول او تداوم ټیم هیله مندي ښودلې چې د دواړو انتخاباتي ټیمونو مشران په خپلې راروانې غونډه کې په راتلونکي حکومت کې د اجرایوي رییس د واکونو پر سر یوې وروستۍ موافقې ته ورسیږي.

د دغه ټیم یوه ویاند طاهرزهیر د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې دوی د دواړو ټیمونو د ګډې کمیټې د خبرو په نتیجه کې له رامنځته شویو موافقو خوښ دي.

زهیر وايي، د اجرایوي رییس د واکونو پر سر یواځینۍ اختلافي موضوع د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو ته پاتې ده چې؛ په اړه یې پریکړه وکړي:

"هغه یواځینۍ اختلافي موضوع چې دواړو کاندیدانو ته پاتې ده؛ دا ده چې آیا اجرایوي رییس د کابینې رییس هم وي که څنګه. په دې اړه په ټوله کې موافقه شته؛ خو اساسي قانون باید نقض نه شي؛ خو بیا هم د دې اړتیا شته چې، دواړه کاندیدان یې په اړه پریکړه وکړي."

د ښاغلي زهیر په خبره د دواړو انتخاباتي ټیمونو تر منځ ګډې کمیټې تېره اوونۍ سه شنبه خبرې پيل او پنجشنبه یې پای ته ورسولې چې؛ په نتیجه کې په نهو اختلافي مسایلو موافقه وشوه.

زهیر د اختلاف دا نهه موارده چې په اړه یې موافقه شوې یاد نه کړل.

له بلې خوا د اصلاحاتو او همپالنې ټیم یوه ویاند فضل الرحمن اوریا ازادي راډیو ته وویل چې؛ په دې خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی او په سیاسي برخه کې د انتخاباتو لانجه لا پر ځای پاتې ده:

"تر همدې شیبې چې له تاسو سره خبرې کوو؛ په سیاسي پروسه او خبرو کې کوم جدي بدلون نه دی رامنځته شوی. سیاسي په ټپه دریدلې خبرې لا هم پر ځای پاتې دي او تر څو چې د تحول او تدوام ټیم د ملي یووالي حکومت؛ سیاسي موافقو او له مخکې لاسلیک شوې ګډې اعلامیې ته ژمن پاتې نه وي؛ دا لانجې به همداسې دوام وکړي."

ښاغلی اوریا وايي، دوی د واک د عادلانه ویش غوښتونکي دي؛ خو د تحول او تدوام ټیم د واک په ویش او تمرکز ټینګار کوي چې؛ دا د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو له روحیې سره په ټکر کې خبر ده.

له دې مخکې د تحول او تدوام ټیم یوه لوړپوړي غړي احمدضیا مسعود ویلي وو؛ د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم غواړي، اجرایوي ریاست او د کابینې او اپوزیسیون مشري وکړي چې؛ دا یوه سیاسي نازدانګي ده.

XS
SM
MD
LG