د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې د امن انځوریز نندارتون


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په نننۍ خپرونه کې په جلال اباد کې د امن تر عنوان لاندې د یوه انځوریز نندارتون حال درکوو.

نندارتون ته د ځوان عکاس عبدالرب حبیبیار تصویرونه وړاندې کړل شوي ول.

دی وايي، په نمایش کې یې په لارو، کوڅو کې د ((لر و بر پښتنو)) د ((ګل مخونه)) په نوم هغه انځورونه ښودلي دي چې ناامنۍ او جګړې ځپلي دي.

دی وايي، بېلا بېلو سیمو ته یې سفر وکړ او په کیمرې یې د خلکو عکسونه یا تصویرونه اخیستي دي.

حبیبیار وايي، پېښور، کابل، جلال اباد، مزار او داسې نورو ځایونو ته ولاړ او انځورونه یې واخیستل.

د ده په خبره، یوازې په دې توانېدلی دی چې د نرینه کسانو انځورونه واخلي. په دوی کې ماشومان، ځوانان او مشران شامل دي.

په خپرونه کې د نندارتون په اړه نور مالومات هم درکوو او سندرې هم درخپروو.

د سندرو امېل د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

په جلال اباد کې د امن انځوریز نندارتون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:54 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG