د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ټلواله کوچنی کېږي


په روان وخت کې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې دېرش زره او اوه سوه عسکر لري او ولسمشر براک اوباما غواړي چې د روان عیسوي کال په پای کې خپل ۹۸۰۰ عسکر په دې هېواد کې وساتي.

د روان ميلادي کال په پای کې له افغانستانه د امریکایي عسکرو له وتلو سره سم به په ټلواله کې د ځینو شاملو هېوادونو لکه سینګاپور، سلوواکیا، منګولیا او مالیزیا عسکر هم له دي هیواده ووځي او په دې توګه به د ناټو تر مشرۍ لاندې ایتلاف کوچنی شي.

په بریتانیا کې د ناټو مشرانو په غونډه کې به معلومه شي چې کوم هیوادونه به له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې خپل څه شمیر پوځیان پرېږدي اوڅوک به د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لګښتونه په غاړه واخلي.

جیمز سټافریدیس James Stavridis چې له ۲۰۰۸ کاله تر ۲۰۱۳ کاله پوري په اروپا کې د ناټو عمومي قوماندان و، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاته کېدو په اړه وایي: « په افغانستان کې زیاتې وینې توی شوې او زیات لګښتونه شوي دي، هېڅوک نه غواړي هغه څه چې دا مهال په عراق کې واقع شوي، هغه دې په افغانستان کې هم رامنځ ته شي. زه فکر کوم، خلکو درک کړی چې موږ باید د څو نورو کلونو لپاره هم د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او مشورو ماموریت ته دوام ورکړو».

په روان وخت کې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې دېرش زره او اوه سوه عسکر لري او ولسمشر براک اوباما غواړي چې د روان عیسوي کال په پای کې خپل ۹۸۰۰ عسکر په دې هېواد کې وساتي. د نورو هېوادونو شاوخوا ۱۴۴۰۰ عسکر هم په افغانستان کې پاته دي او دا شمېر په چټکۍ سره مخ په کمېدو دی.

ځینې هېوادونه لکه بریتانیا، جرمني او ایټالیا لا هم په افغانستان کې د نظر وړ شمېر عسکر لري. د بریتانیا شاوخوا ۴۰۰۰، د جرمني ۲۲۵۰ او د ایټالیا ۱۶۵۳ عسکر په دې هېواد کی دېره دي.

په اروپا کې د ناټو پخوانی عمومي قوماندان ښاغلی سټافریدیس چې دا مهال د امریکا د مسیچوسیټ ایالت په توفټس Tufts پوهنتون کې د نړۍوالو اړیکو د څانګې رئیس دی، وایي چې له ۲۰۱۴ م کال وروسته به په افغانستان کې د هغو هېوادونو شمیر چې د ۴۸ هېوادونو په ایتلاف کې یې ونډه درلوده، ۱۵ یا شلو ته راټیټ شي.

اسوشیېټډ پرېس اژانس وایي، په افغانستان کې د امریکايي او ناټو عسکرو پاته کیدل به د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون پورې اړه ولري چې د افغانستان راتلونکی منتخب ولسمشر یې باید لاسلیک کړي.

ناټو د افغانستان لپاره د امنیتي ځواکونو شمېر دوه لکه اته ویشت زره او پنځه سوه ټاکلی او وایي، د دې ځواکونو کلنی لګښت به ۴ میلیارده ډالره وي، خو د امریکا کانګرس په یوه څیړنه کې ښودلې چې افغانستان درې لکه څلورڅلوېښت زرو او دري سوو عسکرو او شاوخوا ۲۹ زرو کومکې ځواکونو ته اړتیا لري چې لګښت به یي په کال کې ۶ میلیارده ډالر وي.

په اروپا کې د ناټو د پخواني عمومي قوماندان د اټکل له مخي، څلوېښت یا پنځوس هېوادونه ممکن چمتو شي چې د افغان امنیتي ځواکونو په لګښتونو کې مرسته وکړي او دا ځکه دوی فکر کوي، افغانستان ته د خپلو عسکرو استولو پرځای د افغان ځواکونو مالي تمویل ورته ارزانه دی.

XS
SM
MD
LG