د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ړانده په ړندو پسې دي'


عمران خان غواړي د هېواد په انتخاباتي نظام کې د درغليو مخه ونيسي، او له بلې خوا طاهر قادري د داسې يوه حکومتي نظام معارفي کولو خبره کوي چې يوازې هم دی يې په اړه مالومات لري.

د ايکسپريس ټرېبيون ورځپاڼې په ليکنه کې راغلي، هغه ډراما چې عمران خان او طاهرالقادري په اسلام اباد کې پیل کړې، د دې ښکارونديه ده چې دا دواړه کسان د جمهوري اصولو پر ارزښت له سره پوهه نه دي.

عمران خان غواړي د هېواد په انتخاباتي نظام کې د درغليو مخه ونيسي، او له بلې خوا طاهر قادري د داسې يوه حکومتي نظام معارفي کولو خبره کوي چې يوازې هم دی يې په اړه مالومات لري.

د ليکنې تر مخه، موږ ته ويل کيږي چې په پاکستان کې د ډېموکراسۍ د پياوړتيا لپاره پر اوږدو او سختو لارو د مزل کولو پر ځای د احتجاجي ناستو په ترڅ کې لنډې او غير آييني لارې خپلې کړو.

عمران خان وايي، موږ حقيقي جمهوريت غواړو، او همدا اوس يې غواړو.

نوموړی دې ته نه ګوري چې د ده په ګاونډ، هند کې، چې اولني عام انتخابات پکې په ۱۹۵۱ م کال کې شوي ول، تر اوسه په عامو ټاکنو کې پر ګوندونو د درغليو تورونه لګي.

خو پر دې سربېره، جمهوريت پکې د ودې په حال کې دی.

موږ غواړو د جمهوريت لپاره د هند د نيمې پېړۍ سفر په څو مياشتو کې وکړو او له دغه هېواده مخکې هم شو.

همدا هغه فکري مغالطې دي چې موږ يې لرو.

موږ په هېواد کې يو نوی حکومتي نظام د دې لپاره نه غواړو چې ګنې هغه زوړ يو له کاره پرېوتی، خو دا چې موږ يې سمولو ته زړه نه ښه کوو.

ته د زمکې د وېش اصلاحاتو راړولو او د ولس د سواد په برخه کې ريښتونې هڅې پیل کړه نو کېدلای شي دوه درې نسلونه وخت ونيسي چې په هېواد کې حقيقي جمهوريت راشي او انتخابات له درغليو پاک شي.

خو ليکنه زياتوي، دومره اوږد انتظار به څوک کوي چې عمران خان په بېړنۍ توګه د يوه نوي پاکستان جوړولو دعوې کوي.

XS
SM
MD
LG