د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ولسواکۍ ټغر ټولولو سازش مو ناکامه کړ'


پخوا به تل ولسواکي له منځه تلله او سیاسي ګوندونه به یې د بیا پرځایکولو لپاره راټولېدل خو نن ولسواکي غښتلې او پر ځای ولاړه ده، څوک یې تغر نشي ټولولای،

په پلازمېنه اسلام اباد کې د تحریک انصاف او عوامي تحریک د احتجاجونو په ترڅ کې په پاکستان کې د رامنځ ته شوي اوسني سیاسي کړکېچ په باب د پارلمان رابلل شوې ګډې غونډې ته په خپله وینا کې د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن وویل، په پاکستان کې بیا بیا پر ولسواکۍ چپاو او یرغل شوی دی، خو نن د ویاړ ځای دی چې د ولس منتخیب پارلمان په یوه خوله او متفقه توګه د جمهوریت په دفاع کې ولاړ دي.

پخوا به تل ولسواکي له منځه تلله او سیاسي ګوندونه به یې د بیا پرځایکولو لپاره راټولېدل خو نن ولسواکي غښتلې او پر ځای ولاړه ده، څوک یې تغر نشي ټولولای، سیاسي ګوندونو هغه سازشونه وموندل، جوت یې کړل مخه یې ونیوله او ناکامه یې کړل.

مولانا فضل الرحمن وویل، چې له واکمنو هم تېروتنې کېږي او مخالف ګوندونه هم تېز ولاړ شي چې په نتیجه کې یې ولسواکي له بېخه ووځي. خو اوس داسې نه کېږي.

هغه وویل، چې د جمهوریت خلاف ځینې غیر سیاسي قوتونه راټول شوي او له ایینه وتلې لار یې اخیستې ده، هغوی د میا نواز شریف نه بلکې د منتخیب وزیر اعظم د لیرې کولو غوښتنه کوي. هغه پر دې تینګا وکړ چې نواز شریف به نه استعفا ورکوي، نه به پر رخصتي ځي بلکې د پارلمان قیادت به کوي.

مولانا فضل الرحمن وویل، پر دوی دباو اچول کېږي چې له زوره کار مه اخلئ، هغه وویل، دا د حکومت مسولیت دی چې اسلام اباد له دې ټولیو پاک کړي.

نوموړي په خپله وینا کې د پارلمان سپیکر ته غږ وکړ چې چا هم قامي اسمبلۍ ته استعفا وړاندې کړې دي باید د هغوی استعفاګانې ومنل شي.

XS
SM
MD
LG