د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې د کرنې مسلکي لیسې ودانۍ جوړیږي


د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د زراعت مسلکي لیسې ته دوه پوړیزه وداني د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د پوهنې وزارت د پرمختیايي بودجې څخه جوړیږي.

د پوهنې وزارت چارواکي وايي، تخنیکي او مسلکي زده کړو ته د ځوانانو جذب او د دوی مسلکي روزنه به په راتلونکې کې د افغانستان د پرمختګ او د ډېرو کدرونو د تربیې لامل شي.

د پوهنې وزارت مسلکي او تخنیکي مرستیال اصف ننګ، چې تېره ورځ په پکتیکا کې د کرنې د مسلکي لیسې د پاره د نوې ودانۍ د جوړولو د کار په پیل کې خبرې کولې وویل، که د دې ولایت ځوانان مسلکي زده کړو ته مخه کړي، نو په نږدې کالونو کې به پکتیکا ډېر شمیر مسلکي کدرونه ولري او د مسلکي کدرونو اوسنۍ تشه به له منځه ولاړه شي.

د دې ودانۍ د جوړولو د کار د پیل په مراسمو کې ولسي جرګه کي د پکتیکا د خلکو استازي حاجي عبدالقدیر خروټي په خپلو خبرو کې د یاد ولایت د مسلکي او تخنیکي زده کړو په برخه کې د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي معینیت د لږې پاملرنې له کبله نیوکه وکړه.

د پکتیکا د پوهنې رئیس کوچي ځاځي بیا په خپلو خبرو کې په یاد ولایت کې د پوهنې په برخه کې د یو شمېر مثبتو پرمختیاوو یادونه وکړه او ویې ویل، چې په دې ولایت کې د معارف بهیر اصلاً په وروستیو پنځو کالونو کې ډېر پرمختګ کړی دی:

«د پکتیکا اوسنی او د پنځه کاله وړاندي معارف که سره پرتله شي، ډیر مثبت بدلونونه به په کي ووینو چې داټول دپکتیکا د ولس هڅي دي، اوسمهال د زده کوونکو شمېر تر یونیم لکو اوښتی چې ۲۶زره يې نجونې دي، همدارنګه په مرکز او ولسوالیو کې ۳۵۸بابه ښوونځي په فعالیت بوخت دي»

د پکتیکا ولایت د پوهني ریاست ویاند محمدالله همت یار مشال راډیو ته وویل، چې پر دې ودانۍ (۱۸) میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د پوهنې وزارت د پراختیايي بودیجې څخه یې فنډ ورکول کېږي:

«دا ودانۍ په لس جریبه ځمکه کې په دوو پوړونو کې جوړېږي، چې ټولې شپاړس درسي او اداري خونې به و لري، دغه لېسه به داوبو، برېښنا، تشنابونو او نورو اړینو اسانتیاوو څخه برخمنه وي، د کرنې لېسې زده کوونکي تر اوسه خپله ودانۍ نه لري او د دارلعلوم په ودانۍ کې زده کړې ترسره کوي»

د پکتیکا د پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې د پکیتکا د کرنې په مسلکي لیسه اوس مهال (۱۶۰) تنه زده کوونکي زده کړې کوي او تمه ده ، چې د ځوانانو لیوالتیا ته په کتو به د دې لیسې زده کوونکي د هر کال په تیریدو ډېر شي.

XS
SM
MD
LG