د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: په دولتي ادارو کې ښځينه کارکوونکي د نشت برابرې دي


افغانې مېرمنې
افغانې مېرمنې

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې ښځې يوازې په تعليمي او روغتیايي ادارو کې کار کولو ته زړه ښه کوي او په نورو ادارو کې ښځې د نشت برابرې دي.

باز محمد عابد

جلال اباد: د افغانستان په ننګرهار ولایت کې ښځې يوازې په تعليمي او روغتیايي ادارو کې کار کولو ته زړه ښه کوي او په نورو ادارو کې ښځې د نشت برابرې دي.

افغان چارواکي وايي چې په ادارو کې د ورکټونونو او ټرانسپورټ نيشتوالی د دې لامل شوي چې ښځې په اداري چوکاټ کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي.

د افغانستان د ملي ستراتيژۍ په اساس په دولتي چوکاټ کې ښځو ته د کار کولو ديرش سلنه ونډه بيله شوې چې له کابل نه پرته په نورو ولایتونو کې دا سلنه د نيشت برابر ده. په ننګرهار کې هم په اداري چوکاټ کې د ښځو ونډه د نشت برابر ده.


د افغانستان په ختيځ کې د بشر د حقونو د خپلواک کميسيون مشره صابرينه حميدي وايي چې په ننګرهار کې يوازې په تعليمي او روغتيا ادارو کې ښځې کار کولو ته زړه ښه کوي.

نوموړې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل ً په تيرو تقریباٌ څلويښت پنځوس کاله مخکې په دوو سکترونو کې چې زموږ د ښځو حضور زیات و، چې هغه تعليمي سکتور و او صحي سکتور و. همدا راز د معمول په څير په دغه دوه سکتورونو کې زموږ د ښځو حضور زیات دی، خو بیا هم خوشبختانه زموږ ښځو ډیري نورو ادارو ته کې هم حضور پيدا کړی خو صرف دا د مراکزو پورې محدود دي، په ليرو پرتو ولسواليو موږ غير د معارف نه نورو ادارو کې ښځينه نه لرو چې هلته کار وکړيً.

د افغانستان په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې فرشته انوري په ښځو غږ کوي چې خپل موجوديت په دولتي ادارو کې تثبیت کړي.


فرشته انوري وايي ً زما خویندو ته پيغام دا دی چې د قربانۍ په ورکولو سره خپله ونډه په ټولنه کې ثابته وساتي. تر څو چې خویندو قرباني ورنه کړي، نو زه فکر کوم چې ونډه يې په تولنه کې محسوسه شي. نو زما پيغام دوی ته همدا دی چې ملا دې راوتړي، ټولنې ته دې راووځي او هغه حق او حقوق چې اسلام ورته ورکړي، له هغې نه برخمنې شيً.

په ننګرهار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې مشره نفیسه منصف وايي چې دوی هځه کوي چې په دولتي ادارو کې ښځو ته د لومړيتوب حق ورکړي، خو په خبره يې تر اوسه په دې کار کې نه دي بريالي شوي.


نفیسه منصف زیاتوي چې ً د ملکي خدمتونو د کار کوونکو د د قانون په اساس موږ کوشش کوو چې ښځو ته حق اولیت ورکړو، که يوه خور د يوه ورور سره د يوه پوست لپاره رقابت کوي، حتی که د خور يوه نمره کمه هم وي، موږ ترجيح خويندو ته ورکوو. خو په تاسف سره چې زموږ خویندې په اداراتو کې د کار کولو لپاره ليوالتيا نه لري چې دا څو لاملونه لري. موږه په دې برخه کې بار بار پیشنهادات د ولايت مقام او مرکز ته ورکړي چې که د خویندو لپاره مثبت امتیازات په نظر کې ونيول شي، تر څو د دوی حضور موږ په اداراتو کې ولرو، خو تاسف سره تر اوسه پورې موافق شوي نه يوً.

نفیسه منصف په دولتي ادارو کې د ښځو د نشيتوالي لوی لاملونه په ادارو کې د وړکتونونو او ټرانسپورټ نيشتوالي او په لږه اندازه معاش ښيي.

XS
SM
MD
LG