د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکټر عبدالله د رايو د ارزونې له پروسې څخه د وتلو ګواښ کړی دی


که چيري د انتخاباتي کمېسونونو چارواکي د دوی غوښتنې تر سبا (چارشنبې) ونه مني، دوی به د تفتيش پروسه پرېږدي او دا به ختمه وګڼي.

افغان ولسمشرۍ ته نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله د رايو د ارزونې له پروسې څخه د وتلو ګواښ کړی دی. د عبدالله د کمپاين يو مشر غړي فضل احمد معنوي نن (سېشنبه) په کابل کې خبريالانو ته ويلي، که چيري د انتخاباتي کمېسونونو چارواکي د دوی غوښتنې تر سبا (چارشنبې) ونه مني، دوی به د تفتيش پروسه پرېږدي او دا به ختمه وګڼي.

معنوي ويلي، د ناپاکه رايو د ايستلو په اړه د عبدالله غوښتنې له پامه غورځول شوي دي.

دانتخاباتو پروسه داسې حالت ته داخله شوې چې دواړه کانديدان عبدالله او د هغه سيال اشرف غني د ګټلو ادعا کوي.

د امريکا تر منځګړتوب وروسته دواړې خواوې د رايو پر بيا ارزونې سلا شوي وې خو تر اوسه لانجه نه ده هواره شوې.

بلخوا ولسمشر حامد کرزی وايي، د هغه د ځای ناستي د لوړي مراسم دې د سپټمبر پر دويمه نېټه تر سره شي.

XS
SM
MD
LG