اسدالله لودین
کابل: د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو د شنبې په ورځ د ملي وحدت حکومت د جوړیدو پر څرنګوالي یو ځل بیا مخامخ خبرې وکړې.
د دواړو کاندیدانو انتخاباتي ډلې هیله مني دي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د ملي وحدت حکومت په اړه ګډې هوکړې ته ورسېږي.
دوی وایي چې د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله له خوا اوس هم د ملي وحدت حکومت پر څرنګوالي او په دې برخه کې د جوړ کمیشن د دریمې کمیټې پر وړاندیزونو خبرې روانې دي.
د ډاکټر اشرف غني احمدزي د تحول او تداوم ډلې ویاند فیض الله ذکي مشال راډیو ته وویل چې اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله د شنبې ورځې په ملاقات کې یوې سیاسي هوکړې ته نږدې شول.
فیض الله ذکي هیله وښوده چې دواړه کاندیدان به د ملي وحدت حکومت د جوړېدو په اړه د یوه لید لوري پر اساس سره سلا شي.
د دواړو کاندیدانو د شنبې ورځې ملاقات په کابل کې د ډاکټر عبدالله عبدالله په کوربتوب جوړ شوی وو. دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ د دواړه کاندیدانو ترمنځ ورته ملاقات د اشرف غني احمدزي په کور کې شوی وو.
ټاکل شوې ده چې دواړه کاندیدان د ملي وحدت حکومت د جوړېدو په اړه د اختلاف نظر د له منځه وړلو لپاره د یکشنبې په ورځ هم ملاقات وکړي.
ولسمشر حامد کرزي هم د انتخاباتو د نتیجو پر ژر اعلان ټینګار کړی. د انتخاباتو خپلواک کمیشن ویلي چې که د رايو د پلټنو بهیر له ستونزو سره مخ نه شي نو تر یونیمې اونۍ به یې بشپړ کړي.