د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ولسمشره د خدای په امان"


د پنجشنبې پر ورځ د نوې کرښې په نوم یو مدني بنسټ ((د خدای په امان ولسمشره)) تر سرلیک لاندې د ولسمشر حامد کرزي د دیارلس کلنو کړنو د څیړنې لپاره ناسته وکړه.

د پنجشنبې پر ورځ د نوې کرښې په نوم یو مدني بنسټ ((د خدای په امان ولسمشره)) تر سرلیک لاندې د ولسمشر حامد کرزي د دیارلس کلنو کړنو د څیړنې لپاره ناسته وکړه.

د دې بنسټ غړیو که له یوې خوا په تېره څه د باندې یوه لسیزه کې د ولسمشر د کړنو حمایت څرګند کړ، خو په ځینو مواردو کې يې د نوموړي پر فعالیتونو انتقادونه وکړل.

په همدې حال کې د افغانستان د جمهوري ریاست چارواکي وايي، چې د ولسمشر حامد کرزي حکومت په ورسیتو دیارلسو کلونو کې د هغو پرمختګونو سره چې درلودل يې، ځینو ستونزو سره هم لاس او ګریوان وو.

د نوې کرښې مسوولین وايي، چې د ځوانانو د ستونزو د حلولو له پاره هڅې کوي، چې د نویو لارو چارو له لارې ځوان نسل ته پاملرنه د افغانستان د نوي حکومت په کاري لومړیتوبونو کې ځای ولري.

یو شمېر ځوانانو د ولسمشر په کاري دوره کې د نوموړي د کړنو څخه ملاتړ څرګند کړ او ویل يې، چې په ځینو برخو کې د ولسمشر فعالیتونه د ځوانانو د پرمختګ لامل شوي دي.

د یاد بنسټ یوه غړي ادریس وویل، چې ولسمشر کرزي تل د ځوانانو څخه ملاتړ کړی دی:

((کرزی راباندې ګران دی، ماته يې خدمت کړی، ځوانانو ته يې هم خدمت کړی، ایا په افغانستان کې اساسي قانون وو، چې له څه باندې لسو کالونو راهیسې دې د پلي کیدو وړ وي، څوک چ ېوتونید افغان د افغان په نوم وپیژندل شي، نه د تروریست او القاعده په نوم، همدا کرزی وو.))

په همدې حال کې د دې بنسټ یو شمېر نور غړي د ولسمشر د کاري دورې څخه ناخوښه مالومیدل او په ځینو برخو کې یې د ولسمشر پر لږو کارونو نیوکې کولې.

د دې بنسټ یوه بله غړې مریم عطايي وايي، چې ولسمشر نه دی توانیدلی، چې په تېره څه د پاسه یوه لسیزه کې د ښوونې او روزنې، امنیت، د ښځو حقونو او اقتصاد په برخو کې خپل مکلفیتونه په ښه ډول ترسره کړي.

له بلې خوا د جمهوري ریاست چارواکي وايي، چې د تېرو دیارلسو کلونو په اوږدو کې د ولسمشر حامدکرزي حکومت د ځنو پرمختګونو سره، سره د ستونزو سره هم مخامخ وو.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي ازادۍ راډیو ته وویل، هغه ستونزې چې اوسمهال شتون لري، ښايي د دې هېواد په راتلونکې حکومت کې هم وجود ولري:

((نظریات چې وړاندې شول د افغانستان د واقیعتونو ښکارندوی دي، دا واقیعتونه هم خواږه وو او هم ترخه، یقیناً چې لاسته راوړنې مو هم درلودې او ستونزې هم، اوس هم شته او شاید په راتلونکو څو کالونو کې هم واوسي او په دې سترګې نه پټوو، چې افغانانو به په دیارلسو کالونو کې زغملي وي.))

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر حامدکرزي د کارې دورې په موده کې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ، بیارغونې، مخابراتو، د حکومت د جوړښت او په یو شمېر نورو برخو کې بنسټیز بدلونونه راغلي دي.

سوله او د امنیت ټينګښت هغه موارد دي، چې تر اوسه يې ولس په اړه اندیښنې لري، خو د جمهوري ریاست د داوړو کاندیدانو ورورستۍ موافقې خلکو سره دا هیلې پیدا کړي، چې ښايي سولې او امنیت ته به د افغانستان راتلونکې حکومت پام ډېر کړي.

نجیب الله الوخېل-کابل

XS
SM
MD
LG