د لاسرسي ځای

تازه خبر

'سرلوړی افغانستان ملي یووالی غواړي'


په دې مراسمو کې ګڼو افغان چارواکو، په کابل کې میشتو بهرنیو سفیرانو او میلمنو هم ګډون کړی وو.

له ننه ۹۵ کاله وړاندې پر ۱۹م اګست د امیر امان الله په مشرۍ له بریتانوي ښکېلاکه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کولو کالیزه د ملي دفاع وزارت په انګړ کې د خپلواکۍ څلي ته څېرمه ولمانځل شوه.

ولسمشر حامد کرزي پر ازادۍ څلي د ګلانو ګیډې کېښوده او د ازادۍ په لاره کې یې د قرباني شوو افغانانو روح ته دعا وکړه.

ښاغلي کرزي په ځپله وینا کې افغانان ملي یوالي او د هېواد پرمختګ ته وروبلل:

"د افغانستان استقلال او عزت بې له شکه د دوو ملي او مهمو عنصرو احسانمن دی؛ یو د هېواد له ګوټ ګوټه د هر افغان سرشیندنه، دویم د افغانانو ترمنځ ملي یوالی دی."

حامد کرزي زیاته کړه افغانان د جمهوري ریاست د انتخاباتو نتیجو ته منتظر او هیله مند دي.

ولسمشر حامد کرزی چې د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ ولاړ وو؛ وویل کاندیدان به ژمنه کوي چې یو پیاوړی حکومت به جوړه وي.

"انشاء الله کله چې نوی حکومت رامنځ ته شي؛ دواړو کاندیدانو به درسره ژمنه کوي چې؛ دوی به یو قوي حکومت جوړوي او افغانستان به له دې ناامنیو نه ژغوري."

ښاغلي کرزي د دې پوښتنې په ځواب کې چې اوس هم په ځینو سیمو کې خلک په ناامنۍ کې ژوند کوي او پاکستان په دې ناامنیو کې لاس لري وویل: "پاکستانیانو ته وایو زموږ په ملک کې خرابي مه کوﺉ."

پخوا افغان حکومت د خپلواکۍ ورځې په مناسبت ځانګړي رسمي او شاندار مراسم نیول.

خو په ۲۰۰۸ کې، کله چې وسله والو طالبانو د ثور اتمې «د مجاهدینو بریا ورځ« د مانځلو په مراسمو حمله وکړه؛ له هغه وروسته د جشنونو لمانځل یو څه محدود شول.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG