د لاسرسي ځای

تازه خبر

په برتانیا کې په یو کانټینر کې ۳۵ افغان سېکان نیول شوي دي


دا کنټېنر هلته ولاړ دی چېري چې دا پېښه شوې وه
دا کنټېنر هلته ولاړ دی چېري چې دا پېښه شوې وه

په برتانیا کې پولیسو یو کانټینر نیولی دی چې پکې شاوخوا ۳۵ افغان سېکان پراته ول. په دې کسانو کې له ماشومانو نیولې تر پاخه عمر لرونکي کسان دي.

پراګ: په برتانیا کې پولیسو یو کانټینر نیولی دی چې پکې شاوخوا ۳۵ افغان سېکان پراته ول. په دې کسانو کې له ماشومانو نیولې تر پاخه عمر لرونکي کسان دي.

برتانیوي رسنۍ وايي، په کانټینر کې یو کس مړ شوی وو او د نورو ټولو په بدن کې اوبه ډېرې زیاتې کمې شوې وې او بدنونه یا جسمونه یې له حده زیات ساړه شوي ول.

تر پېښې وروسته برتانیویو پولیسو نړیوالې پلټنې پیل کړې دي چې دا مالومه کړي چې دا افغان سېکان څنګه په کانټینر کې اچول شوي ول او د څه لپاره له بیلجیمه برتانیې ته وړل کېدل.

پولیسو پر کانټینر هغه وخت شک پیدا شو چې په هغې کې یې د چغو، ژړا او د کانټینر د دېوالونو ډبولو اوازونه واورېدل.

انډېپېنډنټ ورځپاڼه وايي، د بیلجیم پولیس باور لري چې دا کسان له هغه وخته په کانټینر کې اچول شوي ول چې دوی د اروپا بندر یا اډې ته ورسېدل او بیا برتانیا ته روان ول.

د سره صلیب نړیوالې ادارې دې خلکو ته خواړه ورکړل او چارواکو د یکشنبې پر ورځ رسنیو ته وویل چې دوی ته دا ثابته شوې ده چې دا کسان د افغانستان سېکان دي.

چارواکو بي بي سي ته ویلي دي چې په ټېلبري ډاکس سیمه کې سېکانو د دې خلکو د مرستو لپاره سامانونه وروړي دي.

دوی وايي، تر لومړنۍ درملنې وروسته یې ۳۰ کسان له روغتونه فارغ کړل او دا مهال ډاکتران د مړ شوي کس د بدن معاینه کوي چې د هغه د مرګ وجه مالومه کړي.

پولیس وايي، په کانټینر کې داسې کیمیاوي مواد ول چې د صفایۍ لپاره کارېږي او همدا لامل دی چې د انسان صحت ته خطر نه ورپېښوي.

بي بي سي د برتانیا د سرحدي پولیسو پخواني مشر له خولې وايي، داسې ښکاري چې دا کار نړیوالو منظمو جنايي کړیو کړی دی.

پولیسو ته دا نه ده مالومه چې ایا دا کسان نړیوالو انساني قاچاقبرانو په زور اروپا ته وروستي دي که نه دې کسانو اروپا ته د تګ لپاره قاچاقبرانو ته پیسې ورکړې وې.

په برتانیا کې د سېکانو یوه قانوني وکیل ویلي، په افغانستان کې سېکان له مودې راهیسې ځورول کېدل او ښايي همدا لامل وي چې دوی وخت په وخت هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

افغان حکومت پر دې معاملې لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG