د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغمان: عام وګړي له سيمه ييزو پوليسو تنګ شوي


د افغانستان لغمان ولايت يو شمير اوسيدونکي وايي چې په کومو سيمو کې چې سيمه ييز پولیس په دندو ګمارل شوي، هلته امنيت خراب شوی او د خلکو ژوند يې له ستونزو سره مخ کړی دی.

د افغانستان لغمان ولايت يو شمير اوسيدونکي وايي چې په کومو سيمو کې چې سيمه ييز پولیس په دندو ګمارل شوي، هلته امنيت خراب شوی او د خلکو ژوند يې له ستونزو سره مخ کړی دی.

د تير يوه کال راهيسې د لغمان په پينځو ولسواليو کې سيمه ييز پوليس په دندو ګمارل شوي چې د چارواکو په وینا په سيمه کې ورسره امنيت ښه شوی خو د سيمې خلک بيا د سيمه ييز پوليسو له چارچلند نه شکايت کوي. يو تن يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل.


« نوم مې زاهد دی، د الیشنګ ولسوالۍ د سالاب د کلي اوسیدونکی يم. په محلي پوليسو چې کله جنګ شي، نو ملکي خلک په کې وهل خوري، دوکانو ته په کې اور اچول شته، هغوی سره يې وسه نه رسيږي، وهل په کې ملکي خلک خوري. ښه وضعیت نه کوي، د چا په ونه باندې لاس بر شو که لرګي باندې لاس بر شو، دا هم په کې وهي. دوی ته چې دولت کومه لارښوونه کړې، د امنيت لپاره، دوی بايد خپل امنيت ونيسي، له ملکي خلکو سره سم چلند نه کوي.»

د پرديس په نوم يو بل تن هم د سيمه ييزو پوليسو څخه شکايت کوي او وايي:


« د سيمه ييزو پوليسو څوک د پوښتنې واله نه شته. څوک پوښتنه وکړي د دې خلکو نه، چې دوی څه کوي، دوی له دولت نه تنخوا اخلي نه اخلي، په لغمان کې ورځ تر بلې ستونزه زياتيږي، د شپې څوک له کوره نه شي راوتلی. ته یقين وکړه په کوم کلي کې چې زه پروت يمه د مازيګر له لمانځه نه بعد حتی څوک لمانځه ته تلی نه شي. سيمه ییز پوليس د ورځې پوليس دی، د شپې له طالب سره تړاو لري. د کليوالو ژوند دومره تريخیدو حالت کې دی چې ي، عادی وګړی خپل ژوند نه شي تيرولی.»

خو د لغمان ولايت د سيمه ييزو پوليسو مشر سمونمل حکيم الدين بیا دا نه مني چې د سيمه ييزو پوليسو په جوړيدو سره په سيمه کې امنيت خراب شوی او يا هم ولسي وګړي ځوروي. دی وايي:


« له کوم تاریخ نه چې په لغمان کې محلي پوليس ایجاد شوي دي. دا دولت ته شوراګانو معرفي کړي دي چې دوی بايد په محلي پوليسو کې تنظیم شي. په کوم ځای کې چې دوی ګمارل شوي، هلته ډير ښه امنيت راغلی دی. له خلکو سره د دوی روابط ډير نيک دي، دوستانه دي، په لغمان کې د محلي پوليسو په راتګ سره امنيت په سلو کې نوي فيصده تامين شوی دی.»

دی وايي چې د لغمان په ټولو ولسواليو کې د تير يوه کال راهيسې ۸۵۰ تنه سيمه ييز پوليس په دندو ګمارل شوي او ولایتي ادارې د کورنيو چارو وزارت نه غوښتنه کړې چې لغمان ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو شميره نوره هم زیاته کړي.

XS
SM
MD
LG