د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د ځوانانو نړيواله ورځ ونمانځل شوه


د ځوانانو د امريت له اړخه په ننګرهار کې د ځوانانو نړیواله ورځ په داسې حال کې ونمانځل شوه، چې لا هم په افغانستان کې اکثره ځوانان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دی.

د ځوانانو د امريت له اړخه په ننګرهار کې د ځوانانو نړیواله ورځ په داسې حال کې ونمانځل شوه، چې لا هم په افغانستان کې اکثره ځوانان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دی.

د افغانستان د ڼورو ولايتو په څير په ننګرهار کې هم د ځوانانو نړيواله ورځ ونمانځل شوه، دغه غونډه چې د جلال اباد ښار په شاهي ماڼۍ کې د سيشنبې يا نهې په ورځ جوړه شوې وه، په يو شمير دولتي چارواکو سربيره ورته د دغه ولایت د بيلابيلو ولسواليو څخه د ځوانانو د شوراګانو استازي وربلل شوي وو چې شمير سلګونو تنو ته رسیدو.

د ننګرهار د ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي په خپلو خبرو کې له دولت نه وغوښټل چې د ځوانانو په وړاندې د پرتو ستونزو د حل لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

« ځوانانو ته د کاري فرصتونو، د روغتیايي او تعليمي او تحصيلي اسانتیاوې چې په هغه شکل باندې چې بايد مساعدې شي، لا نه دي مساعدې شوي. تر نورو ډيره جدي ستونزه چې د بیکارۍ ستونزه ده، واقعاٌ د همدې بيکارۍ له وجې زموږ ځوانان نورو خواوو ته مخه کوي، حتی د دولت په مخالفت کې واقع کيږي. د مواد مخدر استعمال، غلا، قاچاق او حتی ترورونونو ته مخه کوي، نو لازمه دا ده چې د ځوانانو د بیکارۍ د له منځه وړلو لپاره کوټلي ګامونه واخيستل شي.»

يوه ځوانه نجلۍ هم تمه لري چې د ځوانانو د تعليمي کچې د لوړولو لپاره دې حکومت لاس په کار شي.

« نوم مې خدیجه ده د الايي لیسې زده کوونکي، متاسفانه ځوانې طبقې ته دومره ارزښت نه دی قایل شوی، تر ننه پورې چې کوم مشکلات ځوانان لري، هغې ته په سمه سترګه نه دي کتل شوي او نه دي حل شوي، ځوانانو ته دې د تعليم برخه کې زمینه برابره شي، تر څو هغوی خپل تعليم مخته يوسې، ځکه هر ځوان که هغه خور ده او که ورور دی، ټول دغه هيله لري چې يو روښانه راتلونکی ولري.»

د ننګرهار والي عطاالله لودين په خپلو خبرو کې وويل چې که په هيواد کې امن تامين شي، ځوانانو کاري فرصتونه د برابريدو په حال کې دي.

« د موجوده نظام له راتګ سره ځوانانو ته هغه فرصتونه په لاس ورغلل، چې قبلاٌ ورنه دوی محروم وو. حتماٌ د جنګ په يوه او بله ليکه کې مصروف وو، په دغه موده کې ځوانانو ته د تعليم او تحصيل څه په داخل او خارج ورته د تعليم بورسونه برابر شول، دوی کمپيوټر، انټرنيټ او نورو تخيکي هغو وسايلو ته لاسرسی پيدا کړ چې نورو ګاونډيو او د دنیا هيوادونو لرل. زه یقين لرم که زموږ په مملکت کې امن وي، ځوانانو ته کاري فرصتونه د برابريدو په حالت کې دي.»

د يادوولو ده چې د غونډې په اخير کې هغو ځوانو نجونو او هلکانو ته د ځوانانو د امريت له خوا ستاينلیکونه ورکړل شول چې د دولسمو ټولګيو څخه په لومړۍ درجې فارغ شوي ول.

XS
SM
MD
LG