د لاسرسي ځای

تازه خبر

'خپل زړه له غوړو او سګریټو لرې ساتئ'


ډاکترانو او حکومتي چارواکو په دې زور راوړ، چې که په خوړو کې د غوړو لږ استعمال د سګرېټو څکول او نورې نشې ونشي، نو تر ډېره د زړه په ناروغانو کې کمی راتللی شي.

په کوټه کې د پاکستان کولیسټرول اوېرنس سوساييټي له خوا د زړه د ناروغيو په هکله دوې ورځنۍ غونډه پای ته رسېدلې ده. ددې غونډې ګډونوال وايي په اوس وخت کې د زړه د ناروغيو له امله هر کال په نړۍ کې تر اولس لکه زیات انسانان د همدې ناروغۍ له امله مري.

په غونډه ګې د پاکستان له بېلابېلو سیمو سره سره د افغانستان ډاکترانو هم ګډون درلود. ډاکترانو او حکومتي چارواکو په دې زور ورکړ چې که په خوراک کې د غوړو لږ استعمال د سګرېټو څکول او نورې نشې ونشي، نو تر ډېره پورې د زړه په ناروغانو کې کمی راتللی شي.

په کوټه کې د زړه د ناروغيو متخصص ډاکتر حق داد ترین ددې غونډې په هکله له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، په ټوله نړۍ کې تر ټول زیات انسانان نن هم د زړه د ناروغیو له امله مري.

؛ که وکتل شي، نو په اوس وخت کې هم په ټوله دونيا کې انسانان تر هري ناروغۍ زیات د زړه د ناروغيو له امله مري. دا داسې ناروغي ده چې له خوراک سره تعلق لري. او بیا خاص ډېر زیات غوړ، تمباکو نوشي (سګريټ څکول) او د ورزش نه کول ددې لامل کېږي؛.

د ډاکتر حق داد ترين په خبره دا ځل يې ددې غونډې عنوان هم دا وو، چې اولسي وګړو ته هغه لارې چارې وښيي، چې څه ډول دوي د زړه له ناروغيو څخه خپل ځان ږغورلی شي.

له دې سره چې په دې غونډه کې د خیبرپښتونخوا په شمول د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه ډاکترانو ګډون وکړ، د افغانستان د ډاکترانو يوه پلاوي هم په دې دوه ورځنۍ غونډه کې برخه واخیسته. د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي استاد ډاکتر عبدالواحد وثيق مشال راډيو ته وویل، په افغانستان کې هم د زړه د ناروغيو په هکله د خلکو پوهاوی ډېر کم دی، چې له امله يې هلته هم د دې ناروغانو شمېر زیات دی.

؛ د زړه ناروغۍ په ټوله نړۍ کې بېخي زیاته ده. او زموږ په مملکت کې هم د زړه ناروغي بېخي زیاته ده او خلک ورڅخه ځورېږي. او ددې يو لامل هلته د پوهاوي کمی دی. چې وګړي هلته په دې خبر نه دي چې کوم کوم خوراکونه ورته ډېر تاوان رسوي. موږ چې دلته راغلو نو ډېر ښه مالومات مو تر لاسه کړل. دا چې زموږ خوا ته په د زړه د ناروغيو لپاره سهوليات هم د نیشت برابر دي، نو زموږ ډېری ناروغان دلته کوټې ته يا کراچۍ ته راځي او يا هم بیا هند په درملنې پسې ځي؛.

د پاکستان کولیسټرول اوېرنیس سوساييټي تر سیوري لاندې په دې غونډه کې د زړه د ناروغيو متخصصينو وویل، په ټوله نړۍ کې هر کال اوولس لکه دېرش زره انسانان د مرګ خولې ته ځي، چې اتيا سلنه برخه يې د پاکستان او افغانستان غوندې په شاته پاته هيوادونو کې ده.

XS
SM
MD
LG