د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د احتجاج او حکومت د جمهوریت ساتنې هوډ کړی دی


اسلام اباد - د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ویلي، له حکومت سره د خبرو ټولې دروازې بندې شوې دي.

د نهې یا سې شنبې پر ماښام په اسلام اباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال عمران خان وویل، وزیراعظم نواز شریف دې استعفا ورکړي او په هېواد کې دې د انتخاباتو اعلان وکړي.

ده وویل، د ۲۰۱۳ز کال په ټولټاکنو کې په لوی کچ درغلي شوې ده او د هغه وخت نګران (یا لنډمهالي) حکومت هم په دې درغلۍ کې شریک وو.

ده وویل، ګوند یې له تېرو ۱۴ میاشتو راهیسې د انصاف تر لاسه کولو هڅه کوي او دا چې پر ۴ انتخاباتي حلقو کې د رایو یا ووټونو د بیا شمېرلو غوښتنه کړې وه چې نه ده منل شوې.

په خبري غونډه کې له عمران خان سره د ګوند نور غړي هم ناست ول. ده وویل، د روانې میاشتې (اګست) پر ۱۱مه به دوی ولس ته ټول حقیقتونه ښکاره کړي چې چا، چا، په څه ډول، په انتخاباتو کې درغلي کړې ده.

ده وویل، چې د انتخاباتو خپلواکه او ازاد کمېشن د دوی د بیا انتخاباتو مطالبه و نه مني، تر هغې به خپل احتجاج جاري ساتي.

حکومت په هر صورت د جمهوریت ساتنې هوډ کړی

هلته په اسلام اباد کې د وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ د سیاسي مشرانو یوه غونډه هم د سې شنبې پر ورځ وشوه چې پکې په قامي اسمبلۍ کې د مخالفې ډلې یا اپوزیشن مشر سید خورشید شاه، د جمیعت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی او د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو ګډون وکړ.

د وزیراعظم دفتر یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وویل، په غونډه کې د هېواد د سیاسي وضعې، د تحریک انصاف لاریون (یا لانګ مارچ) او په اسلام اباد کې د ایین د ۲۴۵مې دفعې یا مادې پر عملي کولو مفصلې خبرې وشوې.

د ده په وینا، په غونډه کې پر دې هم سلا وشوه چې په هېواد کې به د جمهوریت، پارلېمان او اساسي قانون یا ایین برلاسیتوب په هر صورت کې قایم ساتل کېږي.

XS
SM
MD
LG