د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیرستان په کډوالو کې وسله وال نشته


خوست - د مشرانو جرګې هغه تحقیقاتي پلاوی، چې په ترکیب کې يې نهه تنه سناتوران شامل ول او خوست ته د کډوالو سره د وسلو د شتون او نه شتون په اړه د تحقیق له پاره تللي ول، د تیرې یکشنبې په ورځ د یادې شورا عمومي مجلس ته په خپل ګزارش کې چې د سناتور نثار حارث له خوا وړاندې شو، وویل، چې د خوست د سیمه ییزو چارواکو له خوا یو شمېر وزیرستاني مشرانو ته د وسلو د ساتلو کارتونه ویشل شوي.

په ګزارش کې دا هم راغلي وو، چې خوست والي د سناتورانو ورغلي پلاوي ته اجازه نه ده ورکړی، چې د همدې موضوع په تړاو د خوست د ملي امینت د ادارې له مسوولینو سره خبرې وکړي، خو د سناتورانو د یاد پلاوي ډیری غړي په ګزارش کې دا دواړه وړاندې شوې مسلې ناسمې بولي، هغه د یو سناتور شخصي نظر ګڼي او په کلکه يې ردوي.

د سناتورانو د پلاوي مشر عارف الله پښتون مشال راډیو ته وویل، چې په خوست کې دکډوالو مشرانو ته نه وسلې توزیع شوي او نه هم دوی د ملي امینت د مسولینو سره د کتنې منع شوي دي.

د ده په خبره خوست والي د سناتورانو د پلاوي غړي د ځانه سره د پوځي ارګانونو د همغږۍ مرکز ته چې په هغه کې ټول امنیتي او د کشفي ادارو مسوولین سره راټولیږي بوتلل او سناتورانو هلته د ټولو مسوولینو سره په ډله ییز او انفرادي توګه وکتل او مسلې يې ورسره شریکې کړې:

((موږ چې کېمپ ته ورغلو هلته بوډاګان، تورسرې او غریب خلک وو، موږ ولیدل چې په دوی کې هېڅ وسلوال کس نشته نو زموږ ډاډ حاصل شو، د نثار حارث دا څرګندونې زه ردوم، د سناتورانو د هیات مشري چې ما کوله، نه په خوست کې مشکل شته او نه کډوال کوم امنیتي تهدید دی.))

د سناتورانو د پلاوي یو بل غړی محمدامین صافي وايي، موږ د دې له پاره خوست ته لاړو چې پاکستان حکومت په ځلونو ادعا کړې، چې افغانستان ته په اوښتو خلکو کې ترهګر او دهشتګرد شته او د دې خلکو نه په اصطلاح دوی ته خطر دی، خو دوی ولیدل، چې دا بې وزله او امن پسنده خلک دي او په وزیرستان کې د روانو عملیانو له کبله دې ځای ته راغلي دي.

((عبدالجبار نعیمي چې موږ ولیده دا د هجرت ستونزې په ده په خپله تېرې شوې وې، ده د مهاجرینو په برخه کې یوه ډېره پراخه برنامه درلوده، داسې هېڅکله نه دي شوي چې موږ امنیتي یا ارګانونو سره د ستونزو سره مخامخ شوي وو یا موږ ته دوی سره د کتنې اجازه نه وي راکړل شوي.

موږ هلته له دې کبله ولاړو چې د پاکستان حکومت بار بار ویلي چې دا دهشت ګرد خلک دي، خو موږ ولیدل چې دا غریب خلک وو، امن پسند خلک وو، دا خلک ټول عمر قبایلي پاتې شوي دي، دلته هم راغلي دي او هلته هم اوسیدلي دي، موږ د دوی نه هېڅ مشکل نه وینو، د خوست د امنیتي ارګانونو سره هم مشکل نشته، موږ ورسره بار بار کتلي دوی راسره ښه وضعیت کړی دی، خصوصاً هغوی د کډوالو په مورد ښې برنامې لري.))

یادو سناتورانو دا خبره هم په کلکه رد کړه، چې ګواکې د قبایلي سیمو د راغلو کډوالو نه د خوست یا افغانستان امنیت ته کوم ګواښ پيښيدلی شي.

د خوست د ولایت مقام مسوولینو هم مشال راډیو سره په خبرو کې د کډوالو سره د وسلو د شتون یا قبایلي مشرانو ته د وسلې د ساتلو د کارتونو د ویشلو خبره په کلکه رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG