د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وزیرستان کې ټول وسله وال نه په نښه کوي: افغانستان


کابل - د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د شمالي وزیرستان په عملیاتو کي یواځې پاکستاني طالبان په نښه کېږي او د پاکستان پوځ په دې اړه د افغان حکومت قناعت نه دی حاصل کړی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکېب مستغني د دوشنبې پر ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د پاکستان پوځ د حقاني وسله والې شبکې د ځپلو لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.

پاکستان د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دې تازه څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

پاکستانیو چارواکو څه موده وړاندې له افغان حکومت سره ژمنه کړې وه چې د شمالي وزیرستان په عملیاتو کې به هغه ټولې وسله والې ډلې په نښه کوي چې په دواړو هېوادونو کې په ناامنیو کې لاس لري.

انتقاد کوونکي وايي، پاکستان غواړي په شمالي وزیرستان کې پر ترهګرو ډلو فشار راوړي چې افغانستان ته مخه کړي.

د پاکستان پوځ ویاند مېجر جنرال عاصم باجوه هم په یوه خبري غونډه کې ویلي ول چې د شمالي وزیرستان په عملیاتو کې د ((ښو او بدو طالبانو)) تر منځ توپیر نه کوي او ټول وسله وال په نښه کوي.

خو څو ورځې مخکې د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې تر ځانمرګي برید وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي ول چې په هغه برید کې د حقاني شبکې په ګډون د پاکستان د استخباراتي ادارې ای اېس ای لاس دی.

د ارګون په برید کې شاوخوا ۹۰ کسان وژل شوي ول چې پکې دوه پولیسان او نور ټول ولسي وګړي ول.

XS
SM
MD
LG