د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوناما د رایو پلټنو بهیر بیا پیل هرکلی کوي


کابل - په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت (یوناما) د ولسمشریزو انتخاباتو د دویم پړاو د رایو پلټنیز بهیر د بیا پیل هرکلی کړی دی.

د یوناما ویاندې نیلاب مبارز د یکشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل، نه یوازې ملګري ملتونه بلکې د افغانستان ولس سترګې په لار دی چې د رایو پلټنیز بهیر ژر تر ژره پای ته ورسي او نتیجې اعلان کړل شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال عبدالرحمان هوتکي وايي، د ټولو رایو د ژر پلټنو لپاره دوی په پام کې لري چې تر اختر مخکې نورې ډلې هم په دندو وګماري.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مشر ویلي ول چې د رایو پلټنه ښايي تر درو اوونیو وخت واخلي.

په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخاباتو دویم پړاو تر هغې وروسته اختلافات پیدا کړل چې د لومړنیو پایلو پر اساس اشرف غني بریالی اعلان شو.

د بحران د ژورېدو له کبله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړتوب د ولسمشرۍ دواړه نوماندان د ټولو رایو په پلټنو سلا شول.

XS
SM
MD
LG