د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه برید: د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ څلور غړي ووژل شول


'په پښتون اباد کې له تېر یوه کال راهیسې د هدفي وژنو لړۍ روانه ده چې د ده په خبره تر اوسه پکې شاوخوا ۴۰ تنه وژل شوي دي.'

د بلوچستان په کوټه کې ښار کې د ناڅرګندونو کسانو په برید کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ څلور غړي وژل شوي دي.

د مشال راډيو خبریال د پولیس چارواکو له خولې وايي، چې د کوټې په محمود اباد سیمه کې ناڅرګندو کسانو د جمعې له لمانځه وروسته په یوه برید کې د یوې کورنۍ د درو غړو په ګډون څلور تنه ووژل.

پولیس چارواکي اېس پي عمران د مشال راډيو خبریال خدای نور ناصر ته ویلې چې دوی تر اوسه څه نشي ویلای چې دغه کسان به چا وژلي وو خو زیاته یې کړه چې پولیس یې پلټنې پېل کړي دي.

د مشال راډيو له وېبپاڼې سره په خبرو کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د صوبايي اسبملۍ غړي نصرالله زېري وویل، چې وژل شوي کسان د دوی د ګوند غړي دي چې په خبره یې ۷۵کلن حاجي ابراهیم ادوزی د دوی د ګوند یو ډېر مشر غړی وو چې له خپل زوی، لمسي او د ګوند له یوه بل غړي سره ناڅرګنده کسانو یو ځای ووژل.

نوموړي زیاته کړه چې په پښتون اباد کې له تېر یوه کال راهیسې د هدفي وژنو لړۍ روانه ده چې د ده په خبره تر اوسه پکې شاوخوا ۴۰ تنه وژل شوي دي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند رسنو ته په لېږلي خبرپاڼه کې د پښتون اباد پېښې غندنه کړې او دا یې په پاکستان او پتېره د پښتو په سیمو کې د ترهګرۍ روانې لړۍ برخه بللې ده.

XS
SM
MD
LG