د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما ته د پاکستان نوی سخت پیغام


د امریکا ولسمشر براک اوباما
د امریکا ولسمشر براک اوباما

په ليکنه کې راغلي، امريکا په داسې حال کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو اېستلو پلان عملي کوي چې په پاکستان کې يې هم د ډرون بريدونه کول کم کړي دي.

د فارن پاليسي مجلې په يوه ليکنه کې راغلي، د پاکستان حکومت د ولسمشر براک اوباما ادارې ته يو سخت پيغام ورکول غواړي، او هغه دا چې د افغانستان اوسني ناارامه حالت ته په کتو سره، امريکا بايد له دغه هېواده د خپلو ځواکونو اېستلو پروګرام ته له نوي سره کتنه وکړي.

مجلې ليکلي، يوه موده وشوه چې د سپينې ماڼۍ او پاکستان تر مينځ اړيکې له لوړو ژورو ډکې پاتې شوي.

پاکستان، که له يوې خوا د القاعده په ځپلو کې د امريکا يو مهم ملګری هېواد ګڼل کيږي، نو له بلې خوا بيا امريکايي چارواکي باوري دي چې پاکستان د ترهګرو ډلو يو شمېر مشرانو ته په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده.

ليکنه کاږي، له هغه راهيسې چې نواز شريف د پاکستان د وزيراعظمۍ څوکۍ ته منتخب شوی، د دغه هېواد له امريکا سره اړيکې ښه شوې دي. نواز شريف د پاکستان په شمال لويديځو برخو کې د وسله والو پر ضد د لوی کچ پوځي عمليات پيل کړي دي.

د ليکنې تر مخه، د دواړو هېوادونو پر ښه اړيکو سربېره، د پاکستان يوه جګپوړي حکومتي چارواکي ويلي، حکومت يې له دې امله چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو اېستلو د ولسمشر اوباما د اعلان کړي پلان د عملي کېدو په صورت کې به دغه هېواد بې ثباته شي، اندېښنه لري.

دې پاکستاني چارواکي، چې نوم يې نه دی ورکړل شوی، زياته کړې چې که په افغانستان کې حالت خرابيږي نو ممکن يو اعشاريه پينځه ميليونه افغان کډوال، چې يو نامالوم شمېر وسله وال به هم پکې شامل وي، پاکستان ته داخل شی.

دې چارواکي همداراز ويلي، د اوباما ادارې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو اېستلو د پلان عملي کول د درو خبرو له کېدو سره تړلي وو، چې د دې چارواکي په اند، يوه هم ورڅخه نه ده پوره شوې.

يو دا چې په افغانستان کې د شفافو ټاکنو په ترڅ کې حکومتي واک په سوله ييزه توګه انتقال شي. دويم، د افغانستان او امريکا تر مينځ امنيتي سند لاس ليک کېدل او دريم، افغان امنيتي ځواکونه د دې جوګه کول چې د هېواد د امنيت چارې په بشپړه توګه په خپلو لاسو کې واخلي.

فارن پاليسی مجله د دې پاکستاني چارواکي له خولې وايي، اوس چې د افغانستان په ولسمشريزو انتخاباتو کې د پراخو درغليو دعوې کيږي، د طالبانو حملې په زياتېدو دي او هم له امريکا سره امنيتي تړون نه دی لاس ليک شوی، امريکا بايد له ۲۰۱۶ م کال هاخوا په افغانستان کې د هېڅ يو امریکايي سرتيري نه ساتلو پلان ته له نوي سره کتنه وکړي.

د مجلې په ليکنه کې بيا د ولسمشر براک اوباما هغه خبره راخيستل شوې چې د چارشنبې پر ورځ يې په سپينه ماڼۍ کې وويل، په افغانستان کې زموږ جنګي ماموريت به د روان کال په پای کې سر ته ورسي.

په ليکنه کې راغلي، امريکا په داسې حال کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو اېستلو پلان عملي کوي چې په پاکستان کې يې هم د ډرون بريدونه کول کم کړي دي.

فارن پاليسي مجلې د ياد پاکستاني چارواکي په حواله ويلي، د پاکستان په اړه د خپل ډرون پروګرام محدودولو په ترڅ کې امريکا ښايي د پاکستان حکومت ته دا پيغام ورکول غواړي چې له پاکستانيو طالبانو سره د امن خبرو، کله د پیلولو او کله تړلو، پالېسۍ ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG