د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د ارګون پيښه ملي غمیزه ده


د پنجشنبې په ورځ د خوست ولایت قومي مشرانو، د يني عالمانو او خلکو د یوې ناستې د لارې د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د سه شنبې ورځې پيښه په سختو ټکو کې وغندله او دا ډول عملونه يې د ټولو منلو ديني او فرهنګي ارزښتونو پر ضد عمل وباله.

د پنجشنبې په ورځ د خوست ولایت قومي مشرانو، د يني عالمانو او خلکو د یوې ناستې د لارې د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د سه شنبې ورځې پيښه په سختو ټکو کې وغندله او دا ډول عملونه يې د ټولو منلو ديني او فرهنګي ارزښتونو پر ضد عمل وباله.

دوی د ارګون پيښه ملي غمیزه یاده کړه او ویل يې چې، دا ډول بریدونه په هېڅ مذهب، ائین او بشري قانون کې جواز نه لري، د دوی په خبره دې پيښې نه یوازې افغانان بلکې نړیوال يې هم سخت دردمن کړي دي.

د تېرې سه شنبې په ورځ د پکتیکا ولایت د ارګون په ولسوالۍ کې جامع جومات مخې ته یو تن ځانمرګي خپل صرف ډوله موټر ته چاودنه ورکړه، چې په کې لږ تر لږه ۴۳ تنه ملکي وګړي، چې ماشومان هم په کې وو، ووژل شول او ۶۳ نور ټپیان شوي ول.

په خوست کې د ارګون د پيښې په اړه د جوړې شوې ناستې ګډونوالو له امنیتي ارګانونو هم وغوښتل، چې د پيښې هر اړخیره څېړنه وکړي او عاملینو ته يې سخته سزاء ورکړي.

د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ په خوست کې د یادو مراسمو په تړاو مشال راډیو ته وویل:

((د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د موټر بم په واسطه یوه ډېره بده غمیزه رامنځته شوه، چې په دې کې تر سلو زیات ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شول، ټولو حکومتي مامورینو، چارواکیو او قومي مشرانو او دیني عالمانو دغه پيښه يې په سختو ټکو سره وغندله، دا يې د افغان ولس پر ضد یوه ډېره دردونکې پيښه وبلله، پلان شوې دسیسه يې وبلله، او د قربانیانو کورنیو ته يې د خپلې خواشیني مراتب وړاندې کړل.))

د خوست د علماوو شورا رئیس مولوي شاه محمد محمدي وویل، چې د یاد ولایت علماء د ارګون په پيښه سخت دردیدلي دي.

د ده په خبره دا ټول پيښو له پاره په هېڅ دین، مذهب او ائین کې د جواز ځای نشته:

((په پکتیکا کې چې کومه غمجنه پيښه شوې ده، دا د اسلام د نظره ډېره بده پيښه ده، خصوصاً علماء په دې پيښه باندې ډېر خفه دي، دا پيښه په ډېره سختو ټکو کې غندي، له دې وجې چې دا خلک مسلمانان وو، خدای يې منلو، رسول يې منلو، حدیث يې منل، هېڅوک به دا دلیل پیش نه کړای شي، چې د خلکو خدای نه مانه.

دا چې یو څوک خدای مني، لمونځ کوي، روژه نیسي، د الله د ویرې دوی روژه نیولې وه، دوی پسې ورغلل او هغه يې مړه کړل، دا په یوه دین، په یو قانون او په یو مذهب کې هم جواز نه لري.))

د خوست یو تن قومي مشر حاجي همیم وویل، چې د ارګون پيښې هر سالم وجدان ته ټکان ورکړی دی:

((د ارګون پيښه یوه غیر انساني وحشیانه عمل وو، چې هر سالم وجدان ته يې ټکان ورکړ، بیا خو یو افغان او مسلمان ته هېڅ لازمه نه ده، چې داسې عمل ته لاس واچوي، دا غیر افغاني، غیر انساني او غیر اسلامي عمل دی، چې شوی دی، دا موږ په شدیدو الفاظو غندو، داسو واقعو له پاره موږ جواز نه وینو، څوک چې یو مسلمان غیر حق قتل کړي، د هغه ځای به همیشه په دوزخ کې وي.))

د منګلو د قومي شورا مشر ګلاب منګل د حکومت څخه وغوښتل، چې د پيښې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري، نوموړي وویل افغان ولس به دا ډول دردونکو پيښو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.

یاده دې وي، د ارګون پيښه د ملي او نړیوالو بنسټونو همدارنګه پيژندل شویو شخصیتونو له خوا په کلکه وغندل شوه، یوناما یا د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي د ارګون د پيښې په اړه خپره شوې اعلامیه کې د جګړې د ښکیلو خواوو غوښتنه کړې، چې د داسو بریدونو په مخنیوي کې دې خپلې هڅې پراخې کړي، چې په هغه کې عامه تاسیسات او ملکي وګړي زیانمن کیږي.

XS
SM
MD
LG