د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ټاکنو پروسه دې د قانون په رڼا کې پرمخ ولاړه شي'


د خوست یو شمېر قومي مشرانو، مدني فعالانو او د رسنیو استازیو د یوې خبري ناستې پر مهال د ولسمشری د دواړو نوماندانو د انتخاباتي ډلو او په ټوله کې پر افغانانو غږ وکړ، چې د ټاکنو د پایلو د اعلان په بهیر کې دې د زغم او حوصلې څخه کار واخلي.

د خوست یو شمېر قومي مشرانو، مدني فعالانو او د رسنیو استازیو د یوې خبري ناستې پر مهال د ولسمشری د دواړو نوماندانو د انتخاباتي ډلو او په ټوله کې پر افغانانو غږ وکړ، چې د ټاکنو د پایلو د اعلان په بهیر کې دې د زغم او حوصلې څخه کار واخلي او د هر هغه عمل څخه دې ډډه وکړي، چې هغه د افغانانو په منځ کې د نفاق د منځته راتګ یا د ټولټاکنو د ملي بهیر د باور د زیانمنیدو لامل ګرځي.

دوی چې په خوست کې د لنکن په ښوونیز مرکز کې رسنیو ته خبرې کولې، زیاتوله، چې د ټاکنو دواړه کمیسیونونو ته باید فرصت ورکړل شي، تر څو خپل کارونه په افغانستان کې د نافذه قوانینو په رڼاه کې سرته ورسوي.

لیکوال او مدني فعال زاهدشاه انګار په خپلو خبرو کې د انتخاباتي ټیمونو وغوښتل، چې په ناستو او ټولنیزو میډیاوو کې دې د پارونکو څرګندونو څخه ډډه وکړي او په دې بهیر کې دې د احساساتو پر ځای د فکر او تعقل څخه کار واخلي او د هغو څرګندونو دې انصراف وکړي، چې خشونت او تاوتریخوالي ته په کې لمن وهل کیږي:

((د دواړو انتخاباتي ټیمونو له ملاتړو مو غوښتنه داده، چې دوی دې په غونډو، ناستو پاستو په ځانګړي ډول په ټولنیزه میډیا کې د احساساتو او هغه خبرو نه ډډه وکړي، چې په دې ملت کې نفاق رامنځته کوي، د احساساتو پر ځای دې له تعقل نه کار واخلي، افغانستان د یو شخص نه دی، افغانستان د ټول ملت دی، د ټول ولس دی او د ټولو وګړو دی.))

قومي مشرحاجې رسول محمدخان د دواړو ټاکنیزو ډلو غواړي، چې د ټاکنو د دواړو کمیسیونونو سره دې مرسته وکړي، تر څو د ټاکنو پروسه په بریالیتوب سره وروستۍ مرحلې ته ورسیږي:

((د دواړو نوماندانو جدي غوښتنه او خواهش کوو، چې قانون ته دې غاړه کېږدي، هلته دوه قانوني د انتخاباتو کمیسیونونه دي، چې یو د انتخاباتو کمیسیون دی او بل د شکایاتو کمیسیون دی، هغوی سره دې دوی کمک او مرسته وکړي، تر څو دا پروسه وروستۍ او د بریا منزل ته ورسیږي.))

قومي مشر موسی جان ځدراڼ د ټاکنو د دواړو کمیسیونونو غواړي، چې د ټاکنو پایلې دې د ټاکلو اصولو په چوکاټ کې په ټاکلي مهال اعلان شي:

((د افغانستان د دواړو انتخاباتي کمیسیونونو نه د لويې پکتیا په نماینده ګي او د افغانستان د خلکو او وګړو په نماینده ګي دا هیله کوم چې هغوی دې خپل کارونه د اصولو په چوکاټ کې پر مخ بوځي، او د ټاکنو پایلې دې په ټاکلو وختونو د افغانستان خلکو ته ابلاغ کړي.))

د کنفرانس ګډونوالو وویل، چې د نوماندانو دواړه ډلې باید د ملي ارزښتونو ساتنه هم له پامه ونه غورځوي او د هغو ټولو ناقانونه کړنو دې اجتناب وکړي، چې د افغانانو منلو ارزښتونو ته په کې زیان رسیږي، ژورنالیست او مدني فعال سخي سرور میاخېل:

((زموږ ملي ارزښتونه زموږ سیکه ده، زموږ ملي بیرغ دی، زموږ ملي سرود ده، زموږ د جمهور رئیس انځور دی، نو هر هغه څوک چې د دې پر خلاف عمل کوي، هغه قانون ته مجرم دی، زموږ هیله به داوي، چې د یو افغان په صفت باندې او د یو مسلمان په صفت باندې هر څوک باید خپلو ملي ارزښتونو ته درناوی وکړي.))

یاده دې وي، په افغانستان کې د جمهوري ریاست دوهم دورانتخابات وروسته له هغه له ستونزو سره مخامخ شول، چې د ټاکنو یو تن نوماند عبدالله عبدالله په انتخاباتو کې د انتخاباتي کمیسیونو له خوا د پراخو درغلیو ادعا وکړه او له دواړو کمیسیونو سره یې خپلې اړیکې پرې کړې.

XS
SM
MD
LG