د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خيبر ايجنسۍ کې د پوځ په بمبارۍ کې ۲۳ وسله وال ووژل شول


د پاکستاني پوځ جیټ الوتکو د تیرا په کوکیخېلو او د باړې په سپاه سیمو کې د وسله والو مرکزونه په نښه کړي دي چې د دوی په وینا ، لږ تر لږه درویشت وسله وال په کې وژل شوي دي.

په خیبر ایجنسۍ کې امنیتي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط نن (پنجشنبه) مشال راډیو ته وویل چې د پاکستاني پوځ جیټ الوتکو د تیرا په کوکیخېلو او د باړې په سپاه سیمو کې د وسله والو مرکزونه په نښه کړي دي چې د دوی په وینا ، لږ تر لږه درویشت وسله وال په کې وژل شوي دي.


د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې هم د دې بمباریو پخلی کړی دی خو هغوی وايي چې په دې کې لږ تر لږه دولس وسله وال وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکي وایي، ((د اسلام آباد د مېوه منډۍ،چارسدې او د پیښور د بډه بیرې په پیښو کې یې ککړو وسلوالو پر ضد دغه بمبارۍ کړي دي))


بلخوا ځايي خلک هم وايي چې هلته الوتکو بمبارۍ کې وسله والو ته مرګ ژوبلې اړولې دي.

د یادونې وړ ده چې تیر کال د جنورۍ په میاشت کې په تیرا میدان کې پوځ عملیات وکړل او دغه سیمه یې په خپل کنټرول کې واخیسته او د بې کوره شوو خلکو ستنېدو ته لاره هواره شوه، خو د یادې سیمې بې کوره شوي خلک اوس هم په جمرود کې خپل خپلوانو کره ژوند کوي او تیرا کوکیخیلو ته د ناامنۍ له امله نه دې ستانه شوي.
XS
SM
MD
LG