د لاسرسي ځای

تازه خبر

امينه افضلي: په ختيځ کې به د مهارتونو د زده کړې مرکزونه پرانيزو


د افغانستان د کار، ټولنيزو چارو وزارت له اړخه د ختيځو ولایتونو په کچه د حرفوي يا کسبي مهارتونو د پراختيا په خاطر د سيشنبې پر ورځ په جلال اباد کې يوه غونډه تر سره شوه. ​

د افغانستان د کار، ټولنيزو چارو وزارت له اړخه د ختيځو ولایتونو په کچه د حرفوي يا کسبي مهارتونو د پراختيا په خاطر د سيشنبې پر ورځ په جلال اباد کې يوه غونډه تر سره شوه.

په ختيځو ولايتونو کې د حرفوي يا کسبې مهارتونو د پراختيا دغې غونډې ته د کونړ، نورستان، لغمان او ننګرهار پر واليانو سربيره د افغانستان د کاراو ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو وزيره امينه افضلي هم راغلی وه.

د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودين وويل، افغانستان له ذخايرو ډک دی، که چيرې مسلکي کسان ولري، نو ډير ژر به افغانستان په خپلو پيښو ودريږي.


« په سختو غني ذخايرو حضور لرو او هغه زموږ د پښو لاندې دي، که هغه مس دی، که هغه سپين زر، که هغه سره زر دي، که هغه تيل، که ګاز دي او که هغه نور ذخاير دي د قيمتي کاڼو په شمول باندې. که موږ مهارتونه ولرو مسلکي خلک ولرو، موږ د دې د استخراج وسايل او امکانات برابر کړو، موږ هيله من يو چې افغانستان به په پښو باندې ودريږي.»

د کونړ والي شجاع الملک جلاله د بې روزګارۍ د له منځه وړلو په خاطر په کونړ ولايت کې د ترکاڼۍ د فابريکې د جوړولو غوښتونکی شو.


« زما وزير صاحبې ته دا يو پيشنهاد دی. د سردار محمد داود شهيد په وخت کې هلته يوه فابريکه د ګټو قلا څوکۍ سره جوړه شوه. ټول تعميرونه يې جوړ شوي، خو بدبختانه هغه نظام چپه شو. هغه د ګوګرد فابريکې په نامه باندې وه. تاسو ګورئ چې موږ يو ګوګرد ته هم احتیاج يو چې موږ يې له ګاونډي هيواد نه راوغواړو. نو که يوه دغه فابريکه جوړه شي او يوه د نجارۍ لويه فابريکه جوړه شي، نو په کونړ کې به درې څلور زرو تنه کاريګر په هغې کې کار وکړي.»

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم په خپلو خبرو کې وويل؛ که په نورستان کې د غالۍ جوړولو، پنير جوړولو او د حکاکۍ په برخه کې خلکو ته مهارتونه وښودل شي، نو د نورستان کورنۍ اقتصاد به ورسره پياوړی شي.


« د حکاکۍ په برخه کې، د ټغر جوړونې په برخه کې، د پنير سازي په برخه کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د فني او حرفوي زده کړو لپاره زمينه په نورستان کې برابره کړي، دا به د نورستان د خلکو لپاره شغل افرين ( د کار موندلو) پيشې وې.»

د دوی د غوښتنو په وړاندې د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزيره امينې افضلي خبريالانو ته وويل:

نوموړې وايي:
« د والي صاحبانو د وړانديزونو يادښت مې واخيستو، په ځانګړې توګه د ختيځ زون د ټولو لپاره به د حرفوي او کسبي مهارتونو د زده کړو مرکزونه پرانستل کيږي، د مثال په توګه په لغمان کې يې چارې پيل شوي او ډير ژر د حوفوي زده کړو مرکز جوړ شي. زموږ په پروګرام کې جلال، اباد، کونړ او نورستان شامل دي او موږ به په راتلونکي کې په ټول افغانستان کې د حرفوي يا کسبي مهارتونو د زده کړو د مرکزونو شاهدان واوسو.»


نوموړې وايي چې د تيرو لسو کلونو راهيسې يې په ټول افغانستان کې يو پنځوس زره تنه چې ډیرش سلنه يې ښځې حوړوي په حرفوي يا کسبي زده کړو سمبال کړي دي او تر دوه ميلونو پورې خلک د بې روزګارۍ سره لاس او ګريوان دي. امينه افضلي زياتوي چې نړيوال بانک ورسره وعده کړې چې په راتلونکو پينځو کلونو کې به د حرفوي يا کسبي مهارتونو د پراختيا په خاطر پينځلس ميلونه ډالر ياد وزارت په واک کې ورکړي.
XS
SM
MD
LG