د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: یوولسو ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې شوي دي


د پکتیکا د پوهنې ریاست چارواکي وایې، چې د یو کال کې په موده کې يې د نږدې څلور میلیونه ډالرو په ارزښت یوولسو ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې کړي دي.

د پکتیکا د پوهنې ریاست چارواکي وایې، چې د یو کال کې په موده کې يې د نږدې څلور میلیونه ډالرو په ارزښت یوولسو ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې کړي دي، خو د دې ولایت د مدني ټولنې فعالان بیا د پوهنې وزارت څخه غوښتنه لري، چې پاتو ښوونځیو ته دې هم ودانۍ جوړې شي، تر څو زده کوونکو ته د زده کړو مناسب چاپیریال برابر شي.


د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې زده کوونکو او ښوونکو ته د ښوونیزو اسانتیاوو او مناسب چاپیریال برابرول د دوی په کاري لومړیتوبونو کې دي او همدې موخو ته په کتو يې د تېر یو کال په موده کې په مرکز ښرنه او ولسوالیو کې د کرنې د انسټیټیوټ په ګډون لسو نورو ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې کړې دي.

د پکتیکا پوهنې رئیس کوچي ځاځي د سه شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، چې د تېر یوه کال په موده کې يې د څلور میلیونه ډالرو په لګښت یو شمېر ښوونځیو ته ودانۍ، د پاکو اوبو څاه ګان او د ښوونځیو احاطې یا راچاپیره دیوالونه جوړ کړي، چې بودجه يې د پوهنې وزارت په ګډون یو شمېر موسساتو ورکړې ده:

((د تېر ښوونیز کال راهیسې تر دې دمه د پکتیکا په ولایت کې د پوهنې ریاست په چوکاټ کې په بیلابیلو برخو کې د څلور میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت پروژې پلې شوي، چې په دې پروژو کې د ښوونځیو تعمیرونه، پاکې او صحي اوبه، تشنابونه او د ځنو ښوونځیو احاطې یا راچاپیره دیوالونه شامل دي، چې په ځنو يې اوس هم کار روان دی او یو شمېر يې سرته رسیدلي دي.
د دې لګښتونه د وزارت معارف له انکشافي بودجې، یونسیف ادارې، جي پي اي همدرانګه د مخدره توکو پرضد ادارې له خوا دغه بودجه موږ ته راکړل شوې ده، د مختلفو ډونرانو له خوا موږ ته راکړل شوې ده او موږ په مصرف رسولې ده.))


د کوچي ځاځي په خبره پخوا د پوهنې ریاست په چوکاټ کې د ښوونځیو د نویو ودانیو جوړول له بیلابېلو لوریو څخه دستونزو سره مخ ول، خو اوس یې د سیمې د علماوو او قومي مخورو په مرسته یادې ستونزې حل کړې دي:

((اوس په پکتیکا کې ټول خلک که هغه علماء کرام دي، که هغه سپینږیري دي، که هغه ځوانان دي، که مدني ټولنې دي او که د والدینو شوراګانې دي، موږ سره پوره، پوره همکار دي، دوی ټولو د معارف د پراختیا او پرمختیا له پاره نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړي دي.))

د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست د انجینري دیپارتمنت مشر انجنیر وویل، چې دا پروژې په مرکز ښرنه سربیره ارګون، یوسف خېلو، یحیاخېلو، وړممۍ او یو شمېر نورو ولسوالیو کې پلې شوې دي.

په پکتیکا کې د سواد د مدني بنسټ مشر محمدالله همتیار سره له دې چې د نویو ودانیو جوړول یو غوره ګام بولي د پوهنې وزارت څخه غوښتنه کوي، چې په یاد ولایت کې د پوهنې د غوړیدا او پرمختیا له پاره دې پاملرنه لا زیاته کړي:

((دا چې موږ د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د سواد په نوم مدني ټولنه لرو، تېر کال په مرکز ښرنه کې څلور نوې ودانۍ چې یوه يې د مسلکي انسټیټیوټ او درې نورې يې د ښوونځیو وې، جوړې شوې چې د ټولو کیفیت ښه وو، تر اوسه هم په پکتیکا کې یو شمېر ښوونځي شته، چې ودانۍ نه لري، د پوهنې وزارت څخه دا هیله لرو، چې د پکتیکاوالو زده کوونکو ته ډېره توجه وکړي تر څو د سواد کچه لوړه شي.))

پکتیکا د افغانستان په سویل ختیز کې د هغو ولایتونو له جملې څخه ده، چې پخوا يې د پوهنې بهیر ته پوره پاملرنه نه ده شوې، خو اوسمهال يې خلک د تعلیم په قدر پوۍ شوي او هڅه کوي، چې خپل لوڼه زامن ښوونځیو ته شامل کړي.
XS
SM
MD
LG