د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: زراعتي انکشافي صندوق کروندګرو ته پورونه ورکوي


په ننګرهار کې ای، ډي، ايف یا د زراعتي انکشاف صندوق په دغه ولايت کې د زراعتي توکو صادراتي کړنلاره او د صادراتو په پراختيا کې د هغې اغيزې تر عنوان لاندې يو ورځينی سيمينار تر سره کړو

په ننګرهار کې ای، ډي، ايف یا د زراعتي انکشاف صندوق په دغه ولايت کې د زراعتي توکو صادراتي کړنلاره او د صادراتو په پراختيا کې د هغې اغيزې تر عنوان لاندې يو ورځينی سيمينار تر سره کړو. دغه سيمينار کې به د زراعت پوهان په صادراتي کړنلاره غوره کوي، ستونزې به په ګوته کوي او حل لارې به ورته راوباسي.


د دوشنبې يا ګل ورځ په جلال اباد کې د کرنيزو توکو د صادراتي کړنلارې او په صادراتو د هغې اغيزې تر عنوان لاندې يو ورځيني سيمينار تر سره شو چې په دولتي چارواکو سربيره ورته د کرنيزو توکو توليدونکي او صادرونکي هم بلل شوي وو.

د افغانستان په ختيځ کې د ای ډي ايف يا د زراعت د انکشاف صندوق او زراعتي پورونو د ادارې مشر سعد ملوک شيرزاد وايي په سيمينار کې به تر بحث وروسته نظريات او وړانديزونه راټوليږي چې له هغې نه به بيا د زراعتي پورونو د ورکړي پاليسي جوړه کړی شي. نوموړي وويل:

«د موږ دې ارزښتناک زنځير ټول لوبغاړي راغوښتي او تر څو په دې برخه کې چې کومې ستونزې دي، په هغې باندې دوی بحث وکړي، او هغې ته د حل لارې او پيشنهادونه وکړي تر څو د دې نه د يوه راپور په شکل د کرنې وزارت او هم د امريکا د نړيوالې پراختيا ادارې ته وسپارل شي او په اينده کې چې په دې برخه کې کومه پالیسي جوړيږي، په هغې کې ترې استفاده وشي.»

د ننګرهار د زراعت ريس محمد حسين ساپی وايي چې د په ننګرهار کې کروندګرو ته په زراعتي برخه کې پورونو ښې پايلې لرلي دي.

« د توليد د عوامل څخه چې د زراعت د انکشاف باعث کيږي، د قرضو د سهولتونو برابرول دي چې خوشبختانه موږ دا امکانات برابر کړي. د ننګرهار ولايت کې مو د جاويد افغان تریشر کمپنۍ د همدې قرضې په واسطه په خپلو پښو دريدلي دي. او نن زه تاسو ته ويلی شم چې د ننګرهار په ولايت کې چې دزراعت په برخه کې کوم صنعت رامنځته شوی، موږ يې ګاونډيو هيوادونو او خارجي ملکونو ته خپل صنعت صادروو.»

د جلال اباد ښار د سبزي او ميوه جاتو ټولنې مرستيال حاجی ستانه ګل د کرنيزو سوداګرو لپاره ياد سيمينار ګټور بولي خو تمه څرګندوي چې د کرنيزو توکو توليډونکو د صادراتو په برخه کې مرستې وشي.

« که چيرته واقعاٌ دغه خلک له دهقانانو سره يا توليدګرو سره دوی کمک وکړي، نو دا به د تجارانو لپاره هم په ګټه تمام شي او د دهقانانو لپاره به هم ډير په ګټه تمام شي. لکه پخوا چې دې موسسو کمکونه کول، دوی هم بايد کمکونه دوامداره وساتي، د تخمونو په باره کې، د پيکينګ په باره کې او د بازار موندنې په باره کې.»

د ای ډي ايف مسوولين وايي چې د زراعت انکشافي صندوق او د زراعتي پورونو د پراختيا اداره په په ۲۰۱۰م ميلادي کال د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا رامنځته شوي او هدف يې دا و چې په افغانستان کې د زراعتي انکشافي صندوق بنياد کيږدي، ظرفيت سازي يې وکړي، ثبت او راجستر يې کړي او بيا يې د کرنې وزارت ته وسپاري.

ياده اداره د افغانستان په ۳۳ ولايتونو کې فعاليتونه کوي چې يوازې د افغانستان په خيتځو ولايتونو کې يې د اوه ميلونو امريکايي ډالرو قرضو څخه په مستقيمه او غير مستقيمه توګه شاو خوا درې نيم زره کروندګر مستفيد شوي دي.
XS
SM
MD
LG