خان محمد سیند
کابل: د افغانستان د ټاکنو د شکایتونوکمیشن مشر عبدالستار سعادت وایي، د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په اړه دوی ته شاوخوا دوه زره شکایتونه رسیدلې، خو د ټاکنو د مرکزونو او محلاتو څخه شکایتونه لا تر اوسه دوی نه دې تر لاسه کړي.
دا خبرې عبدالستار سعادت د جمعې پر ورځ له مشال راډیو سره په مرکه کې کړې.
هغه وویل”دوی ته له رسیدلو معلوماتو داسې ښکاري چې د ولسمشرۍ انتخابات ممکن ده چې دوهم پړاو ته لاړ شي” .
همداراز د يو بل خبر له مخې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن وایي، د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د یوې برخې نتیجې به نن د شنبې پر ورځ اعلان کړي.
د دې کمیېشن ویاند نورمحمد نور د جمعې پر ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل،چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د اصولو پر اساس د نتیجو د اعلان لپاره له شلو څخه د زیاتو ولایتونو راې وشمیرلې شي.
بل پلو د افغانستان د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي د شنبی په ورځ د جرګې عمومي غونډې ته وویل چې ً د قانون له مخې ولسي جرګه دا صلاحیت لري چې د دواړو کمیسیونونو چارې له نژدې وڅاري او له سره پرې غور وکړيً.
عبدالرووف ابراهیمي زیاته کړه چې ً د انتخاباتو خپلواک کمیسیون خپلواک دی او باید خپلواک عمل وکړي. موږ د انتخاباتو پرخپلواک او د انتخاباتي شکایتونو پر کمیسیونونو غږ کوو چې په هیڅ صورت دې د خلکو ارادې له پامه نه غورځويً .
د ولسي جرګه مشر عبدالرووف ابراهیمي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې ځینې سازمانونه په انتخاباتو کې درغلیو په اړه خبرې کوي.
د افغانستان د مدني ټولنو فدراسیون ویلي ، داسې اسناد یې ترلاسه کړي دي چې په انتخاباتو کې د شویو درغلیو څرګندونه کوي.