د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې د امریکا سفارت مخې ته د څلور لاکو ډالرو اوښ


د امریکا بهرنیو چارو وزارت په پام کې نیولې چې د خپلو ټېکس ورکوونکو څلور لاکه ډالر خرڅ کړي او په اسلام اباد کې د امریکا د نوي جوړ شوي سفارت د ښایسته کولو لپاره یوه مجسمه واخلي.

د بزفیډ (Buzzfeed) وېبپاڼې لیکنه

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په پام کې نیولې چې د خپلو ټېکس ورکوونکو څلور لاکه ډالر خرڅ کړي او په اسلام اباد کې د امریکا د نوي جوړ شوي سفارت د ښایسته کولو لپاره یوه مجسمه واخلي.



دا فنپاره د امریکا نوموړي هنرمند جوهن بلډیسري د فایبر ګلاس نه جوړ کړې دی . دا یو سپین اوښ دی چې د یو لوي حجم د ستنې په سوري کې ګوري. ؛اوښ د ستنې په سوري کې په کتو غورکوي؛ ددې فن پارې نوم دی او دا چې په اسلام اباد کې د امریکا کوم سفارت جوړیږي د هغې مخې ته به ودرول شي.

چارواکو د دې فنپارې اخستو په اړه د څلورو مخونو یو دستاویز لیکلی دی چې په کې ویل شوي ـــــ دا هنري زیار به د نوي سفارت مخې ته د ولسي نندارې لپاره ودرول شي نو پکار ده چې د دغه اسلامي هیواد د اقدارو عکاسي پکې شوي وي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویلي ــ ددغه فنپارې د اخیستو لپاره پانګه د وزارت د هغه څانګې نه اخستل شوی کوم چې په سفارتونو کې د هنري کارونو لپاره مالي مرسته کوي. او د فن پارو د اخیستو لپاره د دغه پانګه ډېره لږه برخه خرڅولی شي.

ددغه مجسمې د خرڅ د پروژې یو غړې سټیون بایر وايي ــ چې حکومت ورسره د فنپارې اخستو لپاره تماس نیولې دی. هغه وايي په اصل کې د مجسمې لپاره د څلورو لکهو ډالرو بیعه ډیره لږه ده. او ددې مجسمې یو نقل په کیلیفورنیا کې نندارې ته وړاندې کړل شوې دی چې بیعه يي ډیره لوړه ده.

بز فیډ لیکي ـــ دا مجسمه د پاکستان غوندې یو هیواد کې نندارې ته وړاندې کولې شي کوم چې غریبۍ وهلې دی او د نړیوالې پرمختیا د ایجنسۍ ترمخه په دغه هیواد کې د کال په سر د یو پاکستاني اوسط امدن یو زر دوه سوه او پنځوس ډالره دی.
XS
SM
MD
LG