د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان او پاکستاني طالبان د يو کېدو پر لور روان دي


فارن پاليسي مجله ليکي، که څه هم اوسمهال د ډيورنډ کرښې دواړو خواوو ته طالبان د حکومتونو په ضد جګړه کوي خو تر ۲۰۱۴م کال وروسته کېدای شي، دغه افغان او پاکستاني طالبان لاس سره ورکړي او د يوه هدف لپاره وجنګيږي.

فارن پاليسي مجله ليکي، که څه هم اوسمهال د ډيورنډ کرښې دواړو خواوو ته طالبان د حکومتونو په ضد جګړه کوي خو تر ۲۰۱۴م کال وروسته کېدای شي، دغه افغان او پاکستاني طالبان لاس سره ورکړي او د يوه هدف لپاره وجنګيږي.


په تېرو نږدو وختونو کې په پاکستان کې يو شمېر افغان طالب مشران ووژل شول. که څه هم هيڅ يوې ډلې د دوی د وژنې پړه په غاړه نه ده اخيستې خو د پاکستان په کوټه کې مېشت افغان طالب مشرتابه پر افغان حکومت د دې تور پورې کړی دی.

مجله ليکي، که يو خواته افغان طالب مشران په پاکستان کې اوسيږي او له دې ځايه خپل جنګيالي افغانستان ته د جګړې لپاره ليږي نو بلخوا پر افغانستان داسې تورونه دي چې د تحريک طالبان پاکستان له مشرانو سره يې لاس يو کړی و تر څو په پاکستان کې له دوی څخه کار واخلي.

ځينې شنونکي خبرداری ورکوي چې که چيري افغانستان او پاکستان د خپلې خوښې طالبانو ته پټن ځايونه ورکوي او د يو بل په ضد يې کاروي نو له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته کېدای شي دا جګړه پراخه شي او آن تر يو حده د دواړو هيوادونو وسله والې ملېشې پکې ښکېلي شي.

بلخوا په مقاله کې راغلي چې د تحريک طالبان پاکستان غړو په افغانستان کې د افغان طالبانو سره اوږه په اوږه جګړه کړې او اوس هم ملا محمد عمر خپل مشر ګڼي. دې ته په کتو سره دا امکان دی چې که چيرې له افغانستانه نړيوال ځواکونه ووځي نو افغان طالبان به په پاکستان کې پټن ځايونو ته اړتيا ونلري او افغانستان ته به ولاړ شي او له تحريک طالبان پاکستان سره به اتحاد وکړي.

د طالبانو دغه دوې ډلې د خپلو وسلو مخه يا خو د افغانستان پر لور کولای شي يا د پاکستان پر لور. په داسې حال کې پر اسلام آباد مشترک بريد به افغان طالبانو ته موقع په لاس ورکړي چې د خپل پخواني بې باوره ملګري په ضد اقدام وکړي. بلخوا به تحريک طالبان پاکستان هم د خپل دښمن اسلام آباد د ناکرارۍ لپاره عمليات وکړي.

بلخوا مجلې پر دې امکان هم بحث کړی دی چې دواړې ډلې به تر ۲۰۱۴م کال وروسته د افغان حکومت په ضد وسلې راواخلي. مجله د پاکستان د انګريزي ژبې د ورځپاڼې دي نيوز په حواله ليکي چې د افغان طالبانو مشر ملا محمد عمر تحريک طالبان پاکستان ته ويلي چې له اسلام آباد سره د سولې په اړه خبرې وکړي تر څو بيا راتلونکی کال له افغان طالبانو سره په ګډه د افغان حکومت په ضد وسله وال عمليات وکړي.
XS
SM
MD
LG