د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمهوریت (افغان انتخابات، د رایو ارزښت او د ولسمشر واک)


د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې څوک رایه ورکولای شي؟ په انتخاباتو کې د رایې ورکولو ارزښت څه دی؟ خلک باید ووټ ولې ورکړي؟ د افغانستان ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو نظام څنګه دی؟ د انتخاباتو پر ورځ خلک رایه څنګه ورکولای شي؟ په انتخاباتو کې د زور کارول څه مانا لري؟ د ټاکل شوي ولسمشر دندې او واک څه دی؟ دا او نورې پوښتنې د جمهوریت په نننۍ خپرونه کې څېړو.


د وري یا حمل پر شپاړسمه په افغانستان کې ولسمشریز او د ولایتي شوراګانو انتخابات کېږي. دا نېټه د عیسوي کال د اپرېل له پینځمې سره سمون خوري.

په تېرو یو شمېر خپرونو کې موږ ته پوهانو ویلي دي چې انتخابات د یوې ولسواکې یا ډیموکراټې ټولنې لپاره ډېر اړین وي او دا د ډېموکراټې ټولنې لومړی اصل دی. همدا لامل دی چې نن تاسې د افغانستان د انتخاباتو پر ارزښت او د دې په طریقې پوهوو او د خپرونې په پای کې به درته ووایو چې د افغان ولس په رایو ټاکل شوی ولسمشر کومې دندې او څومره واک لري.

په خپرونه کې مو په کابل کې د سیاسي چارو له پوه خوشال خلیل، په کابل کې د باچا خان سولې او کړکېچ حلولو مرکز غړی حسیب الله شینواری او په ننګرهار پوهنتون کې د سیاسیاتو استاد منګل شېرزاد مېلمانه دي.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
جمهوریت له پامیر ساحل سره
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:44 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG