د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (د موسیقۍ ازادۍ نړیواله ورځ او د هنرمندانو مشکلات)


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.


په دې خپرونه کې د موسیقۍ ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت د خیبر پښتونخوا په پېښور کې د جوړو شویو غونډو په اړه غږېږو.

په خپرونه کې به د هنرمندانو او پوهانو له خولې واورئ چې په پښتون مېشته سیمو کې د دوی څه ستونزې دي.

په پېښور کې خبریال روښان یوسفزی وايي، د دوی د غونډې موخه دا وه چې نړۍ ته وښيي چې پښتانه له شعر، موسیقۍ او خپل فرهنګ سره مینه لري.

دی وايي، د خپګان خبره دا ده چې د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت د موسیقۍ دې نړیوالې ورځې په مناسبت هیڅ غونډه ونکړه.

د موسیقۍ ازادۍ نړیواله ورځ، هر کال، د مارچ میاشت پر درېیمه لمانځل کېږي.

د سندرو امېل په خپرونه کې سندرې هم درخپروو.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

د سندرو امېل، له هارون باچا سره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:21:05 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG