شنبه 26 جول 2014 سیمه ییزوخت 08:06

خیبر پښتونخوا / خیبر پښتونخوا

د سندرغاړي رفیق شنواري مېرمن د علاج وس نه لري

د رفیق شنواري اتیا کلنه مېرمن
د رفیق شنواري اتیا کلنه مېرمن
خالدخان ، مشال راډیو
 
پېښور :  د پښتو موسیقۍ د نومیالي سندرغاړي رفیق شنواري ږغ به د ډېرو داسې شتمنو پښتنو په زړونو کې ځای لري چې د ډېر څه وس لري خو د پښتو ژبې او پښتو موسیقۍ د دې سپېڅلي سندرغاړي اتیا کلنه مېرمن د خپل خاوند له مرګه شل کاله وروسته هم دومره وس نه لري چې د خپلې ناروغۍ لپاره دارو درمل واخلي.
 
د خپلې لور په کور کې اوسېدونکې دا سپین سرې مېرمن وايي دا اوس پر دې مجبوره شوې ده چې د خپل خاوند اخیستي ټول اېوارډونه خرڅ کړي او د ځان علاج وکړي.

د سندرغاړي رفیق شنواري اخیستل شوي اېوارډونهد سندرغاړي رفیق شنواري اخیستل شوي اېوارډونه
x
د سندرغاړي رفیق شنواري اخیستل شوي اېوارډونه
د سندرغاړي رفیق شنواري اخیستل شوي اېوارډونه


د مشال راډیو خبریال خالدخان د رفیق شنواري له دې بې وزله مېرمنې سره په مرکه کې دا هڅه کړې ده چې د هغې بې وسي د وس لرونکو پښتنو تر غوږونو ورسوي.
 




تاسو دا مرکه له دې لاندیني لنک څخه اورېدلاﺉ شی. 

مهم موضوعات