د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاړه چینار ځانمرګی برید،د ملوثو کورونه وران کړل شو


د قبايیلي سيمی کوزې کورمې په اوچت کلی کی امنيیتی ځواکونو د تحریک طالبان اسلامی پاکستان د مشر فضل سعید حقاني او د هغه د خپلوانو کورونه او حجري ورانې کړې دي.

د مشال ريډیو خبر يال وايي په دې عملیاتو کی چی نن سهار تر سره شوی دي د فضل سعید او د هغه د خپلوانو څلور کورونه او دوه حجري ورانې کړل شوي دي.

پرون پدي اړه په پاړه چنار کی د پوليټکل ايجنټ شهاب علي شاه او په سیمه کی د پاکستاني پوځي کمانډر شرجيل سره د لوي جرګی غړو ملاقات کړي وو.


د تېرې جمعی په ورځ د پاړه چینار په کورمه بازار کې په يو ځان مرګي بريد کې درې څلویښت کسان وژل شوي وو ، په دغو کي پنځه کسان د امنيیتي ځواکونو په ډزو کي هغه مهال ووژل شول کله چې هغوی د پيښې پس احتجاج کولو.

ددي پيښي پړه د تحريک طالبان اسلامي پاکستان مشر فضل سعيد حقانی په غاړه اخستي وه.
XS
SM
MD
LG