د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مرزا په څرګندونو د ایم کیو ایم احتجاج


کراچۍ: د ایم کیو ایم ملاتړي د احتجاج پر مهال د ذوالفقار مرزا ګوډاګی سوزوزي. د ۲۰۱۱ز کال د جولای ۱۴ مه.
کراچۍ: د ایم کیو ایم ملاتړي د احتجاج پر مهال د ذوالفقار مرزا ګوډاګی سوزوزي. د ۲۰۱۱ز کال د جولای ۱۴ مه.
رپورټ: سراج ظهیر، مشال راډیو


اسلام اباد
- د چارشنبې په ماښام په کراچۍ کې له پیپلز ګوند سره اړه لرونکي د سیند صوبې سېنیر وزیر ذوالفقار مرزا د متحده قومي موومنټ د مشر الطاف حسېن پر ضد سخت ټکي وکارول چې له امله یې د یاد شوي ګوند له خوا د احتجاج د اعلان له امله په ټوله سیند صوبه کې مارکېټونه تړل شوي دي او پر سړکونو د موټرو تګ راتګ نشته.


رپوټونه وايي چې د صوبې په حیدر اباد او کراچۍ کې تر دې بیان وروسته د تاوتریخوالي په بېلابېلو پیښو کې شاوخوا ۱۰ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.

سېنیر وزیر ذوالفقار مرزا د عوامي نشنل ګوند د سیند صوبې د مشر شاهي سید په کور کې د خبري غونډې پر مهال وویل چې ً مهاجر قوم چې چا ته ویل کیږي ، چې اردو ژبه وايي د هغوي روښتونی مشر افاق احمد دی . ځکه افاق احمد دی چې پر هغه تر اوسه یوه مقدمه هم نه ده ثابته شوې ً .

ذوالفقار مرزا زیاته کړه چې ً که افاق احمد په جرمونو ککړ دی ، خراب دی ، بدمعاش دی او د ولس په وژنه کې هم ککړ دی نو د متحده قومي موومنټ مشر الطاف حسېن تر افاق احمد سل چنده زیات دی ً .

د ذوالفقار مرزا تر بیان وروسته د تاوتریخوالي په بېلابېلو پیښو کې شاوخوا ۱۰ تنه وژل شوي.


د ذوالفقار مرزا د دې څرګندونو په ځواب کې د متحده قومي موومنټ غړي فېصل سبزواري وویل ً کوم کس چې دا خبرې کړې دي له هغه څخه زه تپوس کوم چې ټول پاکستان څوک په ً ټن پرسنټ ً یا لس فیصده پېژني . او زه تاسو ته دا هم وایم چې د کراچۍ امن څوک ورانوي ً .

بل پلو له پیپلز ګوند سره اړه لرونکي د سیند صوبې د کورنیو چارو وزیر منظور وسان ویلي دي ً هر څه چې ذوالفقار مرزا ويلي دي هغه د نوموړي خپل شخصي نظر دی او له پیپلز ګوند سره هیڅ اړه نه لري او د هغه له دې بیانه وروسته چې په کرچۍ کې کوم حالات رامنځ ته شوي دي موږ د هغه د سمولو لپاره بشپړه ګامونه پورته کړي دي.

کراچۍ: د ایم کیو ایم د احتجاج پر مهال د تاوتریخوالي پېښې هم شوې دي. مرستندویه کار کوونکي د یوه ژوبل د مرستې پر مهال. د ۲۰۱۱ز کال د جولای ۱۴مه.
په سیند صوبه کې د عوامي نشنل ګوند جنرل سیکرټر مشال ریډیو ته وویل چې ً د ذوالفقار مرزا دا څرګندونې ناسمې وې او متحده قومي موومنټ ته هم داسې غبرګون نه وو ښودل په کار ، هغه ځکه چې دا لومړۍ ځل نه دی ، هغه تر دې وړاندې هم څو ځله تر دې اوسنیو څرګندونو سختې خبرې کړې دي او دا د هغه یو انداز دی ً .

د سیاسي چارو یو کارپوه منان باچا هم له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل چې د سیند صوبې د سینیر وزیر ذوالفقار مرزا داسې خبرې سمي نه دي او داسې بیانونه په تېر وخت کې متحده قومي موومنټ هم ورکړي دي ً .

منان باچا زیاته کړه چې ً له داسې بیانونو نور هیڅ نه ترلاسه کیږي خو داسې بیانونه د امن د تباهۍ سبب ګرځي ً .

یاده دي وي چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ویلي دي چې د ذوالفقار مرزا د دې څرګندونو پلټنې دي وشي.
XS
SM
MD
LG