د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې روان تاوتریخوالی، ۳۸ وژل شوي


کراچۍ: خلک د اخبارونو لومړۍ پاڼې لولي چې په کې د کراچۍ د تاوتریخوالي د پېښو خبرونه دي. د ۲۰۱۱ز کال د جولای اتمه
کراچۍ: خلک د اخبارونو لومړۍ پاڼې لولي چې په کې د کراچۍ د تاوتریخوالي د پېښو خبرونه دي. د ۲۰۱۱ز کال د جولای اتمه
رپورټ: ظفر کریمي، مشال راډیو

کراچۍ-
د پاکستان په ستر تجارتي ښار کراچۍ کې، د ناکراریو او اخ ډب په تازه پېښو کې، یواځې له تېری ورځې راهیسې ۳۸ کسان وژل شوي دي.


د مشال راډيو د خبریال له وینا سره سم، د مرګ ژوبلې په اړه لا د ښار پولیسو څه نه دي ويلی خو د ۳۸ مړو تصدیق، د ژغورنو ادارو کړی دی.

لږ تر لږه ۱۰ کسان هغه مهال وژل شوي، چې یوې وسله والې ډلې پر دوو بسونو ډزې وکړې.

په دې پېښو کې اته ګاډي هم سوزول شوي دي.

د سېند ولایت د کورنیو چارو وزیر شرف الدین مېمن وویل چې په دې پېښه کې ۲۰ کسان ټپیان شوي هم دي.

د کراچې د ټرانسپورت د اتحادیې مرستیال مشر سید محمود اپریدي مشال راډیو ته وويل نن به ګاډي نه چلوي.

دغه راز، نن په ښار کی دوکانونه او تعلیمی ادارې هم تړل شوې دي.

د دغو حالاتو په اړه د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم یو غونډه رابللې ده.

چارواکي وايي، د تاوتریخوالي په دې پېښو کې د متحده قومي غورځنګ یا ایم کیو ایم او د عوامي نیشنل ګوند اې این پي پلویان چې، د دوو بېلابېلو قومونو استازیتوب کوي لاس لري.

په کراچۍ کې تېر کال هم د تاوتریخوالي پېښې روانې وې. تر څه مودې د تاوتریخوالي او هدفي وژنو پېښې ودرېدې او بیا پيلېدې.

ورځې مخکې، په پاکستان کې د بشري حقونو کمېسون په یوه رپورټ کې ویلي ول چې په شپږو میاشتو کې په کراچۍ کې د تاوتریخوالي او هدفي وژنو په پېښو کې ۴۹۰ کسان وژل شوي ول.
XS
SM
MD
LG