احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړی پر فېسبوک او ټوېټر څارلای او تعقیبولای شئ.
ګیورګیېوا د اپرېل پر ۱۱مه په واشنګټن کې وویل چې پاکستان له ای اېم اېف سره اوسنی پروګرام په بریالیتوب سره بشپړ کړی او اوس يې له هغې ادارې سره "احتمالي تعقیبي پروګرام ته مخه کړې ده."
په پاکستان کې زياتره وخت د روژې او اختر د مياشتو لیدو پر سر اختلافات وي چې له کبله يې په هغه هېواد کې روژه او اختر په بېلابېلو ورځو کېږي.
د پاکستان سېنېټ د مشر او مرستيال مشر د ټاکلو لپاره انتخابات د اپرېل پر نهمه وشول چې يوسف رضا ګيلاني يې بې له مقابلې مشر او د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر غړی سيدال خان ناصر بې له مقابلې مرستيال مشر وټاکل شو.
د متحده عربي اماراتو نورا المطروشي لومړۍ عرب مېرمنه شوه چې د امريکا د خلايي ادارې ناسا له خوا د ستورمزلې جوړېدو له روزنيز پروګرام څخه فارغه شوه. ویډیويي رپورټ.
مشال راډيو د پاکستان د حکومت هغه اعلاميې تر لاسه کړي چې پکې پوليسو او د قانون پلي کوونکو ادارو کارکوونکو ته ويل شوي دي چې د هغو اسناد لرونکو افغان کډوالو او د هغوی د استوګنځايونو په اړه معلومات ورغونډ کړي چې افغان سېټېزن کارډ (اې سي سي) لري.
په تايوان کې يوې زورورې زلزلې لږ تر لږه اووه کسان وژلي او سلګونه نور يې ژوبل کړي دي. د امریکا د ځمکپوهنې ادارې ویلي دي چې پر رېښتر پیمانې د هغې زلزلې شدت ۷،۴ وو.
د روسيې چارواکي وایي، د مارچ پر ۲۲مه مسکو ته نېږدې د يو کنسرټ پر مهال د وسلوالو په برید کې د وژل شویو شمېر تر ۱۰۰ اوښتی دی. د روسیې د پلټنو کمېټۍ د مارچ پر ۲۳مه ویلي چې په دې پېښه کې ټپي شوي ۱۱۵ کسان په روغتون کې داخل کړل شوي دي.
له ۲۰۲۴ز کال څخه د پاکستان سېنېټ ټول ۹۶ غړي لري چې ورڅخه یې هره صوبه ۱۴ عمومي څوکۍ او نهه ځانګړې څوکۍ لري. د ایین له مخې، هره صوبه د څلورو پوهانو یا د خپلو څانګو متخصصانو، چې ټېکنوکراټان بلل کېږي، او دیني عالمانو، څلور د ښځو او یو مذهبي لږکي څوکۍ لري.
په اسلامي هېوادونو کې د روژې له راتګ سره سم د خورما يا کجورو خوړول زيات شي. که څه هم د زيات استعمال له کبله د دې نرخونه لوړ شي خو بيا هم زياتره خلک خپلې روژې په خورما خوړلو ماتوي. دا چې د افغانستان په هلمند ولايت کې خلک د خورما په اړه څه نظر لري؟ د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ويډيو جوړ رپورټ.
د سپينې ماڼې يوې وياندې کرین ژان پيا د مارچ پر ۱۸مه امریکا غږ ته په مرکه کې وويل، هغوی ډېر خفه دي چې په پاکستان کې د حملې پر مهال خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي، او همدا راز دا چې په افغانستان کې د [پاکستان] د بمباریو له کبله ولسي خلک وژل شوي دي.
د بشري حقونو هغه سازمان د مارچ پر ۱۶مه پر خپله اېکس او ووبپاڼه په یوه بیان کې ويلي چې په پاکستان کې اېکس شبکه د فبرورۍ له ۱۷مې بنده شوې ده او هغوی له ۲۸ نورو مدني ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو سره يو ځای په هغه هېواد کې د اېکس د بیا بحالۍ لپاره یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړې ده.
د افغانستان په هرات ولايت کې وروستيو ورښتونو او سېلابونو يوشمېر کورونه نړولي او خلکو ته يې مرګژوبله اړولې ده. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې د هغه هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له تېرو درو اوونيو راهیسې د ورښتونو پر مهال په پېښو کې ۶۰ کسان وژل شوي دي.
د عورت مارچ منتظمینو ډاکترې فرزانې بارۍ، نشاط انجم، پنج ریش او عظما خان د مارچ پر شپږمه په اسلام اباد کې د خبریالانو مرکز مخې ته خبري غونډې ته وویل چې دا ځل یې د لاریون موضوع "هیله او مزاحمت" ده.
په اعلامیه کې د امنیت شورا ۱۱ غړو هېوادونو یادونه کړې چې په افغانستان کې یوازې هغه وخت تلپاتي سوله ټینګېدای شي چې هغه هېواد یو ټول شموله سیاست مخ ته یوسي او د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو د بشري حقونو درناوی وکړي.
د مسلم لیګ (ن) مخکښ سیاستوال اسحاق ډار د فبرورۍ پر ۲۱مه په اسلام اباد کې د جمعيت علمای اسلام (ف) له مخکښه مشرانو سره تر لیدو وروسته پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې دواړو خواوو په ناسته کې ټینګار وکړ چې په بلوچستان کې د "یو پیاوړي جمهوري حکومت جوړېدل" اړین دي.
د نوالني ویاندې کیرا یرمیش، د یوې رسمي خبرتیا په حواله چې د نوالني مور، لیودمیلا ته ورکړل شوې، ويلي چې نوالني د فبرورۍ پر ۱۶مه پر ځايي وخت د ماسپښين پر ۲:۱۷ بجو په ارټيک زندان کې مړ شو.
په اسلام اباد کې د سياسي چارو شنونکی او د پاکستان پخوانی سېنېټر افراسياب خټک وايي چې په پاکستان کې اېسټیبلېشمنټ ضد بيانيه تل پياوړې پاتې شوې ده، خو پوځ او امنيتي ادارې يې مخه نيسي.
د هند بنګلور ښار يو وخت د اوبو د بندونو لپاره مشهور وو، خو د هغه ښار د پرمختګ پر لور د سفر پر مهال پر لوی کچ د اوبو زړې زیرمې له پامه غورځول شوې او د بندونو شمېر تر دريو برخو هم کم شوی دی.
نور وښیئ