شاهين بونيری د مشال ريډيو لپاره د پاکستان او افغانستان په اړه بېلابېل راپورونه جوړوي.
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي چې پاکستان په نړۍ کې د تور ژیړي یا هېپاټایټس سي تر ټولو زیات مریضان لري. هغه سازمان په وروستیو کې د ۲۰۲۴ز کال لپاره په خپل رپورټ کې ویلي دي چې په پاکستان کې ۸۸ لکه وګړي په هېپاټایټس اخته دي. تفصیل په دې رپورټ کې.
په جینیوا کې د هغې ادارې کارپوهانو د اپرېل پر ۱۱مه په بیان کې ویلې دي چې هندوې او عیسوۍ نجونه په ځانګړي ډول په جبري ډول د مذهب بدلولو، تښتولو، قاچاق، د جبري او کم عمرۍ ودونو، کورني خدمت او غلامۍ او جنسي تشدد له ګواښونو سره مخامخې دي.
د حماس تر واک لاندې د الاقصا ټېلېوېژن د رپورټ له مخې، ځايي خلکو ویلي دي چې اسراییلو د اپرېل پر نهمه د غزې پر مرکزي او جنوبي برخو هوايي بریدونه کړي دي. د ټېلېوېژن په وینا، په النصیرت سیمه کې پر یوې ودانۍ په برید کې د یوې کورنۍ ۱۴ تنه وژل شوي دي.
په بغداد کې د عراق موزیم د پخوانیو کلتورونو د ژوندي ساتلو او نړۍ ته د هیواد د کلتوري میراث ښودلو لپاره د یوې میلې تابیا کړی وه.
د کراچۍ په لیارۍ کې په روژه کې د شپې د کرېکټ سیالۍ اوس یو دود ګرځیدلی دی چې له تېرو څو لسیزو تاریخ لري.
غفران ثامر د عراق د موصل تاریخي ښار په کوڅو کې ګرځي او مسلمانان پیشلمي (پیشمني) ته بیداروي. دا په هغه ښار کې د روژې د میاشتې یو پخوانی دود دی چې پر موصل د ترکیې د عثمانیانو له واکمنېدو سره سم پیل شوی وو.
د پېښور های کورټ دوه قاضیانو جسټس اعجاز انور او جسټس وقار احمد مشتملې جرګګۍ د مارچ پر ۲۲مې حکم، وکیل نعمان محب کاکاخېل د درخواست د لومړنۍ اورېدنې وروسته خپور کړی دی.
په داسې حال کې چې د روان کال د مارچ پر ۲۰مه د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې د نوروز خوشالۍ ولمانځل شوې، د شام کردانو د نوي کال د جشنونو پر مهال دودیز فېشن ته مخه کړې وه.
د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ پاکستان له امريکا سره خپلو اړيکو ته ارزښت ورکوي.
د پاکستان د رسنیو په سازمانونو کې د صنفي تفریق په اړه پلټنه د ۱۵ خبري سازمانونو د سروې پر اساس ترسره شوې ده چې پکې ۶ ټیلي ویژن چینلونه، ۴ ورځپاڼې، ۳ خبري اژانسونه او ۲ خبري ویبپاڼې شاملې دي.
وزيراعظم شريف ته د معلوماتو ورکولو پر وخت د ګوادر ډېپټي کمېشنر اورنګزېب باديني وويل چې د ورښتونو او سېلابونو له امله په ګوادر کې ۳،۱۰۰ کورونه، په جيونۍ کې ۱۲۵ کورونه او په پسني کې ۲۵ کورونه اغېزمن شوی دي.
ساحل دا راپور د ۸۱ ورځپاڼو د راپورونو او له پولیسو څخه د اخیستو معلوماتو په اساس ترتیب کړی دی او شمیرې یې ښايي چې په پاکستان کې هره ورځ لږ تر لږه ۱۱ ماشومان ځورول کیږي. د راپور لپاره د پاکستان د بشري حقونو ملي کمیسیون د ادارې سره مرسته کړی ده.
په کوټه، پېښور او سوات کې د کتابونو خپروندویه ټولنې وايي چې په ۲۰۲۳ز کال کې په پښتو ژبه شاوخوا ۲۵۰ کتابونه خپاره شول. موږ په دې رپورټ کې په ۲۰۲۳ز کال کې د کتابونو خپرېدو او معیار ته کتنه کړې ده.
سرفراز بګتي د ډېسېمبر پر اتمه، په اسلام اباد کې یو خبري کانفرانس ته وویل چې حکومت د اسناد لرونکو افغان کډوالو لپاره نوې پالیسي جوړه کړې ده.
ټولنې پر اسلام اباد غږ کړی دی چې که له اروپا سره د جي اېس پي پلس له سهولته ګټه پورته کولو ته دوام ورکول غواړي نو د بشري حقونو د دفاع په اړه هغه ۲۷ نړیوال کنوېنشنونه (کنوانسېنونه) بشپړ عملي کړي چې لاسلیک کړي یې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان له خوا اسناد نه لرونکو کډوالو ته ورکړل شوی وخت د اکتوبر پر ۳۱مه پای ته رسېدونکی دی.
د خیبر پښتونخوا لنډمهالي حکومت په بیان کې ویلي دي چې د عامې روغتیا وزیر ډاکتر ریاض انور پر زده کوونکو غږ وکړ چې د ټولنې اتلان شي او د پولیو رنځ په مخنیوي کې رول ولوبوي.
د وزیراعظم دفتر د اکتوبر پر ۱۸مه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې ویلي دي چې کاکړ او لي د سیپیک پروژو په لړ کې د دوه اړخیزه همکاریو او اقتصادي اړیکو د لا پیاوړي کولو پر امکاناتو خبرې وکړې.
اسراییلو د اوبو، خوړو او نورو اکمالاتو د لېږد د اجازې ورکولو اعلان پر داسې وخت کړی دی چې د غزې په الاهلي روغتون کې د چاودنې له کبله په ټول منځني ختیځ کې سخته غصه خپره ده او امریکايي ولسمشر جو بایډن په سیمه کې د پراخې جګړې د مخنیوي لپاره اسراییلو ته سفر وکړ.
رويټرز خبري اژانس ليکلي چې د سعودي عرب وليعهد محمد بن سلمان د جي ۲۰ هېوادونو په غونډه کې د خپل تقریر پر وخت اعلان وکړ چې هغه دهلېز به هند له اروپا سره د اورګاډي د پټليو او سمندري بندرونو له لارې ونښلوي.
نور وښیئ