د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل، له هارون باچا سره


د سندرو امېل، له هارون باچا سره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:21:05 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. په دې خپرونه کې د موسیقۍ ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت د خیبر پښتونخوا په پېښور کې د جوړو شویو غونډو په اړه غږېږو. په خپرونه کې به د هنرمندانو او پوهانو له خولې واورئ چې په پښتون مېشته سیمو کې د دوی څه ستونزې دي. په پېښور کې خبریال روښان یوسفزی وايي، د دوی د غونډې موخه دا وه چې نړۍ ته وښيي چې پښتانه له شعر، موسیقۍ او خپل فرهنګ سره مینه لري. دی وايي، د خپګان خبره دا ده چې د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت د موسیقۍ دې نړیوالې ورځې په مناسبت هیڅ غونډه ونکړه. د موسیقۍ ازادۍ نړیواله ورځ، هر کال، د مارچ میاشت پر درېیمه لمانځل کېږي. د سندرو امېل په خپرونه کې سندرې هم درخپروو. خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

XS
SM
MD
LG