د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان سولې د خبرو اترو واک له چا سره دی؟


د افغان سولې د خبرو اترو واک له چا سره دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:24 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

افغان طالبانو ويلي چې د سولې د خبرو اترو ټول صلاحيت د دوی سياسي دفتر لري او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په روانو خبرو اترو کې دوی په جريان کې نه دې ساتل شوي. د طالبانو له رسمي ادرسه مشال راډيو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې دا خبره په داسې وخت کې شوې چې يو خوا د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړينې خبر خپور شو او بلخوا ټاکل شوې چې د جمعې په ورځ د پاکستان په مري ښار کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د رسمي خبرو اترو دويم دور تر سره شي. په همدې اړه د مشال راډيو خبريال احمد شاه اعظمي په کابل کې د سياسي چارو له شنونکي پروفېسر نصرالله ستانکزي سره مرکه کړې او په لومړي سر کې يې ورڅخه پوښتلي چې تر دې بيان وروسته به په پاکستان کې له طالبانو سره د افغان حکومت خبرې اترې نتيجه ورکړي او کنه؟ نوموړی په ځواب کې وايي.....

XS
SM
MD
LG