د لاسرسي ځای

تازه خبر

وږمه فېروز د ښځو حقونه ژغوري


وږمه فېروز د ښځو حقونه ژغوري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:14:21 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

وږمه فېروز له پېښور یونیورسټۍ په نفسیاتو کې زده کړې کړې دي. او له خپلو زدکړو سره سره یې د خېر ښېګړې چارې هم ترسره کولې. هغې په پوهنتون کې د جینکو تنګولو په باب یوه څېړنه هم کړې او پر دې موضوع یې سیمنارونه هم کړي. وږمه د تور سرو څادر په نامه د یوې رضا کارې ډلې بنسټګره او مشره ده. دا د ښځو پرمختګ، هغو ته ورپښو مسلو، امن او تعلیم باندې کار کوي. له دې علاوه وږمې د نرسانو پر وړاندې د تېریو پر کېسونو کار کړی دی چې نرسانو ته ېې تر تربیت ورکولو وروسته دغه مسله د تییېټر ډرامې له لارې خلکو ته وړاندې کړله. دغه رازهغې د ښځو مهمې مسلې هم د تییېټر له لارې د عامه پوهاوي په مقصد ښکاره کوي. وږمه دنړۍوال مرستندویه او پرمختیا ادارې سره د ټولنیزې سلاکارې په توګه هم کار کوي، چې د جنګ ځپلو او بمي چاؤدنو اغیزمنو شوو خلکو رهنمايي کوي. په سروه نننۍ خپرونه کې هم وږمه مېلمنه کړې ده چې کوربنه یې ملیحه امیرزاده ده.

XS
SM
MD
LG