د لاسرسي ځای

تازه خبر

"خبرې کوو خو پاکستان دې له طالبانو لاس واخلي"


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د محمودخان اڅکزي، افتاب شيرپاو او اسفنديار ولي خان سره
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د محمودخان اڅکزي، افتاب شيرپاو او اسفنديار ولي خان سره

​افغان چارواکي وايي کابل ته د پاکستان ميشته پښتنو سياستوال سفر او د سولې پيغام وروړل په خپل ځای خو افغانستان به هله طالبانو سره د سولې خبرو ته غاړه کيږدي چې د پاکستان پوځ د وسله والو له ملاتړه لاس واخلي او دې برخه کې نړيوالو ضمانتونه موجود وي.

د افغانستان د سرحدونو او قبايلو چارو مرستيال وزير عبدالغفور ليوال نن (د شنبې ورځ) مشال ريډيو سره په ځانګړو خبرو کې وويل چې کابل ته ورغلي د پاکستان مېشته ملت پالو سياستوالو د سولې پيغام سره ورتګ ستايي. خو نوموړي زياته کړه چې افغانستان به هله طالبانو سره د سولې خبرو ته غاړه کيږدي چې په دې برخه کې نړيوال ضمانتونه موجود وي.

هغه وويل: ((ولسمشر په پوره درناوي سره دې مشرانو سره وليدل. دوی سره يې د سولې لپاره د ګډ کار ژمنه هم وکړه. د راغلو مشرانو احترام په خپل ځای خو د سولې د خبرو په اړه د افغان حکومت دريځ واضحه دی. نړيوال ضمانتونه بايد موجود وي چې دا خبرې نتيجه ولري. لومړی بايد پاکستان دا خبره په نړيوالو ضمانتونو سره وکړي چې نور به د افغانستان مخالفو وسله والو ملاتړ نه کوي.))

ليوال: د سولې خبرو لپاره بايد پاکستان له طالبانو لاس واخلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:55 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

دوه ورځې وړاندې د عوامي نيشنل ګوند مشر، اسفنديار ولي خان، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اچکزی او د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شيرپاو سره د ځينو نورو سياستوالو کابل ته ورغلي دي.

نن دوی د افغانستان د قبايلو او سرحدونو چارو د وزارت له خوا رابلل شوې هغه غونډه کې برخه واخيسته چې لنډه موده وړاندې سوات کې وفات شوي افضل خان لالا په ياد کې جوړه شوي وه.غونډه کې د خبرو پر مهالد افغانستان د قبايلو چارو وزير ګلاب منګل وويل چې د سيمه ييزې سولې لپاره بايد شريکې هلې ځلې وشي تر څو پښتانه د ترهګرۍ له بلا خلاص شي.

ټول افغانان ویاړي او خوښ دي چې خپل کور ته مو له سوله ییزو پیغامونو سره تشریف راوړی. دا مو خپل کور دی هر وخت راشئ
افغان ولسمشر راغلي پلاوي ته

دوی پرون د افغان ولسمشر اشرف غني سره هم ملاقات وکړ. د ولسمشر له دفتره خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي وو چې دي سياستوالو د سولې پيغام د ځان سره راوړی. په خبر پاڼه کې د ولسمشر غني له خولې ويل شوي وو: ((ټول افغانان ویاړي او خوښ دي چې خپل کور ته مو له سوله ییزو پیغامونو سره تشریف راوړی. زموږ او ستاسو غم او ښادي سره شریکه ده. دا مو خپل کور دی هر وخت راشئ ځکه په تګ راتګ اړیکې لا ټینګېږي او د سیمې د ثبات او امنیت لامل کېږي.))

دې غونډه کې پخواني افغان ولسمشر، حامد کرزي هم خبرې وکړي او وي ويل چې د ډيورنډ کرښې دواړه غاړه خلک د لويو قوتونو د سياسي هدفونو قرباني دي.

اسفنديار ولي خان
اسفنديار ولي خان

د افضل خان لالا په ياد جوړې شوې ننۍ غونډه کې د عوامي نیشنل ګوند مشر، اسفنديار ولي خان وويل چې نړۍ ته به ثابتوي چې پښتانه او افغانان ترهګر نه دي بلکې ترهګرۍ ځپلي دي. هغه زياته کړه: ((خپلې خاورې ته امنيت راوستل پر موږ فرض دي. زموږ د شهيدانو کورنيوو سترګې موږ او تاسي ته دي چې په سيمه کې د امن پر ځای کولو لپاره کوششونه وکړو.))

ياده دي وي چې اسفنديار ولي خان او محمود خان اڅکزي تل پاکستان په خپل پوځ تنقيد کړی چې د افغانستان په چارو کې ګوتې وهي. دوی تل پر پوځ غږ کړی چې د سيمې د امنيت لپاره دې مثبت رول ولوبوي. همدغه غوښتنه افغان چارواکي هم لري.

درې ورځې وړاندې د افغان ولسمشر اشرف غني مرستيال وياند ظفر هاشمي ازاداۍ راډيو ته ويلي وو چې تر هغې به د طالبانو سره د خبرو پيلولو لپاره د پاکستان غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايي تر څو پاکستان په خپله خاوره کې ناست ترهګر له منځه يونه سي.

XS
SM
MD
LG