د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عدم تشدد مبارزې لپاره د هنرسالارانو هڅې


مهاتما ګاندي: هنرسالار ټولنه کوشش کوي چې د انځورونو له لارې د عدم تشدد مبارزه پياوړي کړي
مهاتما ګاندي: هنرسالار ټولنه کوشش کوي چې د انځورونو له لارې د عدم تشدد مبارزه پياوړي کړي

په کابل کې د هنر سالارې ټولنې له لارې افغان ځوانان کوشش کوي چې د خلکو ته د هنر له لارې د عدم تشدد له لارې د ستونزو د حل لارې چارې وښئ. دوی د بشري حقونو لپاره او د درغليوو خلاف کا رکوي.

کابل کې د هنر سالار په نامه ټولنې غړي د ښار پر ديوالونو د انځورونو جوړولو له لارې د درغليوو پر ضد مبارزه کوي او ځوانان د عدم تشدد لارې خپلولو ته هڅوي. دې ټولنه کې د اميد شريفي تر څنګ ځيني نور ځوانان راټول شوي او خپلو هدفونو ته د رسيدو لپاره له سوله ييزې لارې يعنې انځورونو په جوړولو سره ځان رسوي.

اميد شريفي او ملګرو يې په دې وروستيوو کې د کابل په زړه کې د پښتونستان چوک پر يو ديوال د عدم تشدد د سرلارو باچاخان او مهاتما ګاندي انځورونه جوړ کړل. هغه وايي د دې کار مقصد يې په خلکو کې هدفونو ته د رسېدو لپاره د بې ټوپکه او بې جګړې مبارزې رواجول دي. له هغه مو لومړی وپوښتل چې خپل هدف يې تر کومه حده تر لاسه کړی دی؟

اميد شريفي
اميد شريفي

اميد شريفي: زموږ هدف دا وو چې رضاکارانه کار کول وهڅوو. ځوانان هم سره يو ځای کړو. موږ غواړو چې د رسامۍ يا انځورګرۍ څخه په ستراتيژيک ډول ګټه پورته کړو او د درغليوو پر ضد او حق غوښتنې لپاره يې وکاروو. زموږ کار د ډيرو خلکو پام ځان ته اړولی دی. زموږ د هنرسالار په نامه اداره د رضاکارو ټولنه ده چې په کابل کې پر ديوالونو انځورونه جوړوو او ځوانان د عدم تشدد د لارو په استعمال سره د درغليوو پر ضد ګامونو اخيستو ته هڅوو.

پوښتنه: نو شريفي صيب، دا مشکله کار نه دی؟ ځکه چې تاسي د کابل په زړه کې کار کوئ. چارواکي خو به درڅخه خفه نه وي؟ مشکل خو به نه درته جوړوي؟

پرلاره تيريدونکي خلک راته ودريږي او وايي چې: خير يوسي. ډيره مننه چې دا کار کوي، دا ډير ښه کار دی.

اميد شريفي: رښتيا هم دا کار ډېر مشکل دی. لکه څرنګه چې تاسي خبر ياست، افغانستان کې چې هر نوی کار پيلوي نو ځيني خنډونه دې په مخې کې وي. ښايي د دي وجه دا وي چې ډير چارواکي نه پوهيږي چې دا نوی کار څه دی. له همدې کبله کله چې موږ کابل کې د استخباراتو ادارې يعنې ملي امنيت د دفتر پر ديوال لومړی انځور جوړ کړ نو دوی شپه په شپه ليري کړ. دا ډير لوی تصوير وو. د دوی لپاره پر دې پوهيدل مشکله وي خو وروسته چې پوه شول چې موږ سم سوله ييز کار کوو او د حکومت پر وړاندې د درغليوو په شان پرتې لويې مسلې پر ضد هلې ځلې کوي نو هم خلکو او هم چارواکو راباندې باور پيدا کړ.

د اميد شريف مرکه دلته د سولې پر لور خپرونه کې اوريدلی شئ.

د سولې پر لور خپرونه: عدم تشدد مبارزه. هنر او ټولنه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:14:01 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

پوښتنه: شريفي صيب، په راتلونکې کې مو پلان څه دی؟ دا خپل کار تر کومه کول غواړئ؟

اميد شريفي: موږ غواړو د کابل ښار څېره بدله کړو. دغه امنيتي کاڼو او ډبريزو خڼدونو له کابله زندان جوړ کړی دی. که چاودنې وي که نه وي، دا امنيتي کاڼي خفه کوونکي دي او پر خلکو بد نفسياتي يا روحي اغېز لري. نو موږ د رنګونو په کارولو سره د ښار څېره بدلوو. لومړی کار مو دا وکړ چې پر يوه ديوال مو دوه سترګې انځور کړي. ورسره ومو ليکل چې: زه تا وينم او رشوت خور د خدای او خلکو له سترګو پټ نه دی. افغانستان کې په مليونونو ډالر د درغليوو د ختمولو لپاره استعمال شوي دي خو يو کس ته يو درغلۍ ضد شعار هم نه دی په ياد. خو باور وکړئ چې موږ هر څوک پر سړک وويني نو راته وايي چې: زه تا وينم. يعنې دا زموږ ورکړی پيغام د خلکو په ذهن کې خوندی شوی دی.

د فرخندې په ياد کې
د فرخندې په ياد کې

بل کار چې موږ کوو هغه د انصاف غوښتنه ده. مثلا کابل کې د يوې ډلې خلکو په لاس په کاڼو وژل شوې، فرخندې انځور مو جوړ کړو او د هغې لپاره مو د انصاف غوښتنه وکړه. زموږ د کار بل اړخ د اتلانو په ګوته کول دي. افغانان بايد خپل اتلان پخپله غوره کړي. همېشه پر موږ هغه خلک د اتلانو په توګه تپل شوي چې يا يې ټوپک درلود او يا يې توره. خو موږ وايوو چې د ښار پاکوونکی د ښاروالۍ کارکوونکی او افغان امنيتي سرتيری چې په هلمند کې د وطن لپاره جنګيږي، زموږ اتلان دي.

پوښتنه: شريفي صيب. ځيني خلک دا وايي چې تاسي په کومه طريقه کار کوئ، يعنې پر ديوالونونو انځورونه جوړوئ، دا په پرمختللو هيوادونو کې ښه کار دی خو د افغانستان غوندې هيواد کې به پر خلکو ډېر کم اغېز وکړي که څنګه؟

اميد شريفي: ځيني خلک وايي چې افغانان هيڅ نه شي کولی او نه پوهيږي. موږ وايو راځئچې دا فکر بدل کړو. زه يو افغان يم او ټول عمر مې همدلته په جنګونو کې ژوند تېر کړی دی. پوهيږم چې د انځورګرۍ او رسامۍ له لارې بدلون راولم. زه چې کابل کې د پښتونستان چوک څخه تيريږم، ګورم چې خلک زما کار ويني. يا چې همدغلته پر ديوال انځور جوړوم نو په لاره تېريدونکي افغانان راته ودريږي او وايي چې: خير يوسي. ډيره مننه چې دا کار کوي، دا ډير ښه کار دی. نو زه پوهيږم چې زموږ کار ډير مثبت اغېز لري. زه ځينو خلکو ته وايم چې راشئ له نيزدي وګورئ چې زموږ کار څومره اغېز لري.

د هنرسالار ټولنې کار په انځورونو کې

XS
SM
MD
LG