د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د امریکا پیسې بې ځایه لګېدلې دي


په افغانستان کې د امریکايي مرستو ځانګړی مشرپلټونکی جون سوپکو
په افغانستان کې د امریکايي مرستو ځانګړی مشرپلټونکی جون سوپکو

امریکا په تېرو ۱۴ کلونو کې په افغانستان کې یو ټریلیون ډالر لګولي دي او د دغه هېواد ۲۲۰۰ پوځیان په دې موده کې وژل شوي دي.

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا مرستندویه ادارې مشر ویلي دي چې د امریکا یو ټریلیون «کرب» ډالر لګښت په افغانستان کې د اداري فساد او بې کاره پلان له اغیزمن شوي دي.

جان سوپکو چې په ۲۰۱۲ کال کې له افغانستان سره د امریکا بیارغونې چارو مشرپلټونکی وټاکل شو، تر اوسه یې په افغانستان کې د امریکا د یو ټریلیون لګول شویو ډالرو په اړه ۱۳۶ راپورونه خپاره کړي دي.

نوموړي د امریکا روډ ایلنډ په براون پوهنتون کې د چارشنبې ورځ وویل، دوامداره اداري فساد، بې کاره پلان او بې ځایه لګښت په افغانستان کې د امریکا د بیارغاونې هڅې اغیزمنې کړي دي.

د افغانستان لپاره د امریکايي مرستو مشرپلټونکي جان سوپکو وویل، «د بیارغونې هڅې بیا-بیا دوامداره ګواښونو اغیزمنې کړې دي او اداري فساد زموږ پر هره هڅه اغېز کوي»

جان سوپکو زیاته کړه، چې د افغانستان ودې لپاره او د هغو کارونو د ساتنې لپاره چې امریکا په دغه هېواد کې کړې دي، باید د اداري فساد مخه ونیول شي.

د نړیوالو اړیکو کتونکي عزیز بارز ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د امریکا لګښتونو په برخه کې ستونزه دوه اړخیزه ده.

بارز زیاته کړه:

"د افغانستان دولت ستونزه بې پروګرامي او د ظرفیتونو نشتوالی دی او د امریکا ستونزه دا ده کله چې نړیوال ځواکونه یوه هېواد ته د امنیت او ثبات راوستو لپاره ځي، دوی هغه هېواد هیروي او په ټوله سیمه کې د خپلو ګټو په تکل کې کېږي."

د افغانستان لپاره د امریکا بیارغونې ادارې «سیګار» له څو کلونو راهیسې انتقادونه زیات کړي دي او روانه میاشت یې د افغانستان په شمال کې د طبیعي ګازو د یوه مرکز جوړېدو په اړه راپور ورکړ چې پر دې مرکز د امریکا مالیاتو ادارې پرې دري څلوېښت میلیونه ډالر لګول شوي دي خو دا مرکز په پنځه لکه ډالرو جوړیده.

په یوه بله قضیه کې سیګار ویلي دي چې په هلمند کې امریکایي پوځیانو په ۲۰۱۰ کال کې یو لوی مرکز جوړ کړ، خو بیا وروسته د دې پوځي مرکز مسوول وویل چې دې اډې ته اړتیا نه وه.

جان سوپکو وایي، بیا وروسته یو شمېر جنرالانو وویل چې د دې اډې لپاره کانګرس پیسې ځانګړې کړې دي نو باید کار یې ونه درول شي.

جان سوپکو زیاته کړه، پر دې مرکز ۳۶ میلیونه ډالر ولګیدل، خو هغو جنرالانو چې د دې ودانۍ د کار له دریدو سره مخالفت نه کاوه، له هغوی سره چا حساب ونه کړ.

د امریکا د مرستو ادارې «یو اېس اېډ» په افغانستان کې یو شمېر ښوونځي جوړ کړي دي خو په دې نه پوهیږي چې څومره ښوونځي یې ودان کړي دي.

جان سوپکو وایي، «موږ باید دې ته وګورو چې کوم کار اغیزمن دی او بیا هم هغه ترسره کړو او زیاته یې کړه، باید په دې پوه شو چې افغانان څه غواړي او څه د استفادې وړ دي چې جوړ شي، له استادانو پرته مکتب، له دوا، ډاکټر او نرسه پرته روغتون پکار نه دی.»

XS
SM
MD
LG