د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست په بابرک تاڼه کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې


د خوست د سرحدي پولیسو چارواکي وايي، چې نن د چارشنبې پر ورځ سهار مهال د یاد ولایت د تریزیو ولسوالۍ د بابرک تاڼې پر پوستو وسلوال بریدونه شوي دي.

د خوست د سرحدي پولیسو چارواکي وايي، چې نن د چارشنبې پر ورځ سهار مهال د یاد ولایت د تریزیو ولسوالۍ د بابرک تاڼې پر پوستو وسلوال بریدونه شوي دي.

دوی زیاتوي، چې د سرحدي پولیسو په ځوابي برید کې ګڼو وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې په وژل شویو کې یو شمېر کسان پاکستاني دي.

نن مازدیګر د ۴۰۲ سرحدي زون د چټک غبرګون د کنډک قوماندان سمونمل سردارمحمد زلمي د پيښې په تړاو مشال راډیو ته وویل، وسلوالو خپل مړي او ټپیان د جګړې له سیمې لیږدولي، خو د دوه وسله والو جسدونه دوی ته په لاس ورغلي، چې دواړه پاکستاني ملیشه دي.

سردارمحمد زلمی زیاتوي، چې وسلوالو د حمل میاشتې راپدېخوا پر سرحدي پوستو بریدونه ډېر کړي او د دې پوستو د سقوط ورکولو په فکر کې دي:

((دوی د حمل میاشتې راپدېخوا زموږ د سرحدي پوستو سره شدیدو جنګونو ته ملا تړلې ده، دا وداړه جسدونه چې تاسو وینئ، دواړه پاکستاني دي او پاکستاني ملیشه دي، دوی نن ډېر مړه او زخیمان شوي دي خو د یو شمېر مړي او زخمیان د خپلو ملګرو له لوري ته بېرته انتقال شوي دي.))

د سرحدي پولیسو نوموړی قوماندان وايي، چې دوی په سرحدي پوستو کې خپل امنیتي تدابیر ډېر کړي او د خپلو پوستو او سرحدي سیمو د ساتنې پوره وړتیا لري.

د یادونې وړ ده، بابرک تاڼه د خوست سویل ختیز لوري کې پنځوس کیلومتره لیرې پرته سرحدي سیمه ده، چې بل لوري ته يې د کورمې ایجنسي پرته ده.

XS
SM
MD
LG