د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: له بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستو کمپين پیل شو


په ننګرهار کې بیلابیلو مدني ټولنو په کندوز او ننګرهار کې د جنګونو له امله بې خايه شويو کورنيو سره د مرستو راټولو کمپين پيل کړو.

په ننګرهار کې بیلابیلو مدني ټولنو په کندوز او ننګرهار کې د جنګونو له امله بې خايه شويو کورنيو سره د مرستو راټولو کمپين پيل کړو.

په کندوز او ننګرهار کې له بې خايه شويو او جنګ ځپلو سره د مرستو راټولو دا کمپين یو شمير مدني او اصلاحي ټولنو د چارشنبې په ورځ پيل کړ چې د جلال اباد ښار بیلابیلو څلورلارو کې يې امدادي کیمپونه ولګول او له عام ولس نه يې د مرستو غوښتنه وکړه.

د جمیعت اصلاح ټولنې د خيتځ زون مرستيال حاجي عبدالرحیم صراف مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې دوی کمپین به يوه هفته دوام ولري او راټولې شوې مرستې به په خپلو لاسونو په بې ځایه شويو او جنګ ځپلو کورنيو وویشي.

(( دغه کمپین نن چارشنبه موږ پیل کړو، تر بلې چارشنبې پورې به دوام کوي. د ننګرهار او کندوز د جنګ ځپلو کورنيو لپاره دغه کمپین موږ پیل کړی دی. موږ په ټولو تجارانو او هغو ولسي خلکو چې وس يې رسيږي او هر ډول همکاري کولای شي، موږ سره دې همکاري وکړي او دې خپل وس سره دې همدردي وښيي. دا مرستې به انشاالله په خپلو لاسونو رسوو.))

د ننګرهار د ځوانانو چارو امريت هم له يو شمير مدني ټولنو سره په ګډه د جنګ ځپلو کورنيو سره د مرستو په دې کمپین برخه اخیستې وه. د ننګرهار د ځوانانو چارو امر مطیع الله احمدزي په لوړ پوړو چارواکو او سوداګرو غږ وکړ چې له جنګ ځپلو سره مرستې وکړي.

(( زموږ غږ په لوړ پوړو مقاماتو باندې دی چې دغو کورنيو ته پاملرنه وکړي، دوی سره مرستې وکړي، په سوداګرو مو غږ دی چې څنګه وکولای شوو چې دغو مصیبت ځپلو سره مرسته وکړو.))

د مثبت ټولنې مشر عبدالبصير سباوون په جنګ کې له ښکيلو ډلو نه وغوښتل چې د ولسي وګړو له مرګ ژوبلې لاس واخلي.

(( په جنګ کې د دواړو ښکیلو ډلو تر څنګ ولس ډير زیانمن شوی دی، موږ غواړو چې ولس سره خپله مرسته وکړو او د دې ترڅنګ موږ په جنګ ښکيلو ډلو باندې غږ کوو چې دوی د ولسي مرګ ژوبلې نه لاس واخلي او ولس سره خپلې اړينې مرستې په دغه برخه کې وکړي.))

مدني فعال ډاکټر نجیب الله صاحبزاده وويل چې دوی به کور په کور ګرځي او له جنګ ځپلو سره به مرستې راټولوي.

(( ټولو ورونو ته زه ډاډ ورکوم چې زه به په انفرادي توګه د هغو ورونو کورونو ته ورځو چې د مرستو وس ولري، تر په دې وتوانیږو چې دغه مرستې راجلب کړو، په کندوز او ننګرهار کې يې په اړو کسانو وویشو.))

يادولو ده چېدوه ورځې وړاندې د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو خونو هم په کندوز او ننګرهار کې د بې ځایه شويو او جنګ ځپلو کورنيو سره د مرستو ټولولو لس ورځینی کمپین پیل کړی و.

XS
SM
MD
LG