د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د عدم تشدد نړیواله ورځ ولمانځل شوه


د اکتوبر دویمه نيټه چې د عدم تشدد له نړیوالې ورځې سره نومول شوې، په جلال اباد کې د دغه فلسفې لارویانو د باچاخان بابا په مزار د د يوې غونډې په تر سره کولو سره ونمانځله. دغه غونډه افغان ملي غورځنګ رابللې وه چې په ننګرهار سربيره په کې له کابل، کونړ او لغمان ولایتونو څخه هم د عدم تشدد په لسګونو لارویانو برخه اخیستې وه.

د اکتوبر دویمه نيټه چې د عدم تشدد له نړیوالې ورځې سره نومول شوې، په جلال اباد کې د دغه فلسفې لارویانو د باچاخان بابا په مزار د د يوې غونډې په تر سره کولو سره ونمانځله. دغه غونډه افغان ملي غورځنګ رابللې وه چې په ننګرهار سربيره په کې له کابل، کونړ او لغمان ولایتونو څخه هم د عدم تشدد په لسګونو لارویانو برخه اخیستې وه.

د افغان ملي غورځنګ مشر ډاکټر خوشحال روهي په خپلو خبرو کې د باچاخان بابا نقل قول راخيستې وه چې ويلې وو چې پښتانه باید د ټوپک پر ځای قلم ته مخه کړي او خپل ویجاړ هيواد پرې جوړ کړي.

(( ای پښتنو ستاسو کور وران دی، پاڅئ او دا خپل وران کور بیا ودان کړئ. د پښتنو لپاره د ټوپک ضرورت نشته، بلکې د قلم ضرورت دی. ځکه چې د ملک ازادۍ به په ټوپک نه، بلکې په قلم وي. دا زما خبرې نه دي، دا د فخر افغان باچاخان خبرې وې. ده چې خپل خلک مطالعه کړل، ويې لیدل چې افغانان ډير زړور او جنګيالي خلک دي. ده ويلې چې پښتانه دې نور هم زړور شي، خو علم او پوهه دې ورسره ملګري شي، دا يې خبره يې هم کوله چې موږ پوه يوازې د عدم تشدد له لارې خپلولای شوو.))

د باچاخان د فکر لاروي حمدالله ارباب په خپلو خبرو کې وویل چې تر هغې چې موږ د زغم کلتور خپل کړی نه وي، د عدم تشدد فلسفه نه شو خپلولای.

(( بنیادي خبره ده چې د افغان لپاره او د پښتون لپاره، پښتون زه ځکه یادوم، دا د تعصب مسله نه ده، پښتون تباه دی، د اسلام لپاره هم پښتون قرباني ورکړې، خپلمنځي شخړې لري، په دغه خطه کې د پښتنو بنیاد وایسته، تباه يې کړو. نو زما هیله له تاسو دا ده چې د دغه فکر په خاطر د زغم کلتور ته وده ورکړئ، يو بل وزغمۍ.))

ډاکټر فیض محمد ځلاند په خپلو خبرو کې وويل چې د پښتنو د حقونو لپاره چې باچاخان د انګریزانو په وړاندې د هدم تشدد مبارزه پیل کړه.

((باچاخان چې د کوم تبعیض په وړاندې مبارزه کوله، هغه د انګریزي استعمار او يوه خپلواک انسان تبعیض يې و. انګریزانو د دې خاورې اوسیدونکو ته د غلامانو په سترګه کتل. او د ده پيغام دا و چې دا هم ستاسو غوندې انسانان دي، حق لري، چې دوی هم له تاسو غوندې يو پرمختللی ژوند ولري، له نړۍ سره راشه درشه ولري او وکولای شي چې د ژوند له هغو مزایاوو څخه چې انګريز ترینه برخورداره دی، پښتون هم ترینه برخورداره شي.))

د ننګرهار پوهنتون ريس ببرک مياخيل په خپلو خبرو کې وويل، تر هغې چې موږ د ځان غوښتنې له

فکر څخه راوتلي نه یو، پرمختګ نه شو کولای.

(( باچاخان به ویلې چې اختلاف په ځان غوښتنه کې دی. که چا ځان نه غوښته او خدمت يې کولو هيڅ اختلاف به نه وي. راځئ چې همدا اصل خپله تګلاره وګرځوو، اختلاف نظر شته دی، خو دا دې د دې سبب ونه ګرځوو چې دومره شخړې راپیدا کړو چې بیا يې په حلولو نه پوهيږو.))

په غونډه کې يو شمير نورو لیکوالو او د عدم تشدد د فلسفې لارویانو خبرې وکړې چې ګردو يې دا خبره تکراروله تر هغې چې پښتنو ځوانانو ته د عدم تشدد فکر ورنه کړی شي، همداسې به د پردیو په لمسون په خپلو کې يو بل سره وژني.

XS
SM
MD
LG