افغان چارواکي وایي ، امنیتي ځواکونو د پراخو عملیاتو په ترڅ کې نن سهار د کندز ښار زیات شمېر مهمې سیمې بیرته له وسله والو طالبانو ونیولې.
د دې عملیاتو او دا چې کومې سیمې امنیتي ځواکونو بیرته نیولې ، په اړه زیات معلومات نه دي ورکړل شوي.
خو د کندز سرپرست والي حمدالله دانشي رویټرز خبري اژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونو د شپې له خوا د سختو جګړو په ترڅ کې نوموړی ښار بیرته په خپل کنټرول کې راووست.
هغه وړاندې وویل ، سیمې ته د نورو ځواکونو له رسېدو وروسته دوی د کندز ښار دننه عملیات پیل کړل چې طالبانو یې په وړاندې مقاومت نشو کولای او تیښتې ته اړشول.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم پر ټویټر پاڼه لیکلي چې افغان ځانګړي ځواکونه اوس د کندز پر ښار کنټرول لري او دښمن ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو د وسله والو طالبانو له خوا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي. د کندزښار د تیرې دوشنبې په شپه وسله والو طالبانو نیولی و.