د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا ولې د حقاني شبکې ډېر ځپل غواړي؟


جلال الدين حقاني د خپل زوی نصيرالدين حقاني سره
جلال الدين حقاني د خپل زوی نصيرالدين حقاني سره

په دي وروستيو کې امريکا يو ځل بيا له پاکستانه غوښتي چې قبايلي سيمو کې مېشته حقاني نيټ ورک خلاف دي اغېزمن ګامونه پورته کړي. واشنګټن ولې پر پاکستان د ټولو طالبانو د ختمولو لپاره فشار نه اچوي او د حقاني ډلې اهميت ولې ډېر دی؟

د پاکستاني وزيراعظم د امنيتي چارو سلاکار سرتاج عزیز پرون اسلام اباد کې يو خبري کنفرنس کې وويل چې دوی په بېلابېلو عملياتو کې حقاني وسله واله ډله ځپلې ده. نوموړي تر هغې وروسته دا خبره کړې چې درې ورځې مخکې د امريکا د ملي امنيت سلاکارې سوزن راييس پاکستانه ته تللې وه او د رپورټونو ترمخه يې له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د حقاني شبکې خلاف دي کوټلي عمليات وکړي.

د طالبانو او حقاني ډلې ترمنځ توپير کول غلط کار دی ځکه چې حقاني شبکه هم د طالبانو د تحريک برخه ده

حقاني شبکه د افغان طالبانو برخه ده خو افغان چارواکي وايي چې تر ډېره په خپلواک ډول خپل ترهګريز فعاليتونه کوي. د امريکا د بهرنيوو اړيکو د څيړنې مرکز يا Council on Foreign Relations د پاکستان د برخې کارپوه ډاکټر ډينيل مارکي وايي امريکا د طالبانو د کويټې او پيښور شوراګانو په پرتله پر حقاني شبکې له څو وجو پام زيات کړی.

ډاکټر مارکي زياتوي: ((امريکا او امريکايي پوځ له کلونو راهيسې کوشش کوي چې طالبان او حقاني ډله سره بېلې کړي ځکه چې که څه هم حقاني ډله د نورو طالبانو سره ډېره نيزدي تړلې ده، بيا هم تر طالبانو ډېره خونړۍ ده. دوی په شمالي وزيرستان کې له خپلو پټنځايونو د بريدونو کولو ډېره وړتيا لري او افغانستان کې د شوو ډېرو حملو تر شا يې لاس دی. بلخوا طالبانو سره افغان حکومت مذاکرات کوي نو امريکا غواړي چې دا پر مخ ولاړ شي. خو د يادو وسله والو ترمنځ توپير کول غلط کار دی ځکه چې حقاني شبکه هم د طالبانو د تحريک برخه ده.))

د اسلام اباد هغه کور چې د رپورټونو تر مخه پکې نصيرالدين حقاني اوسيدلو
د اسلام اباد هغه کور چې د رپورټونو تر مخه پکې نصيرالدين حقاني اوسيدلو

ياده دي وي چې امريکا افغانستان کې د ترهګرو بريدونو او القاعده وسله والې ډلې سره د اړيکو له املهټوله حقاني شبکه يا نيټ ورک، بنياد ايښودونکی یې او ددوی څوارلس قوماندانان د ترهرګو په لیسټ کې اچولي چې سفري او مالي بنديزونه پري لګول شوي. د امريکا د بهرنيوو چارو وزارت په دي ليسټ کې لاندې کسان شامل دي.

جلال الدين حقاني: د حقاني شبکې بنياد ايښودونکی او پخوانی جهادي قوماندان

سراج الدين حقاني: دی د حقاني شبکې بنسټ ايښودونکي جلال الدين حقاني زوی او اوس مهال د يادې ډلې مشر دی چې امريکا يې پر سر پنځه ميليونه ډالر انعام اعلان کړی دی.

نصيرالدين حقاني: د جلال الدين حقاني بل زوی دی چې د يادې ډلې د مالي چارو مسول وو. هغه په ۲۰۱۳ کال کې اسلام اباد کې په ډزو ووژل شو.

خليل الرحمن حقاني: د جلال الدين حقاني ورور دی. هغه د مالي او نظامي چارو مسول دی.

بدرالدين حقاني: د جلال الدين حقاني بل زوی وو چې په ۲۰۱۲ کال کې په امريکايي ډرون بريد کې ووژل شو.

عبدالعزيز حقاني: د خپل ورور بدرالدين حقاني پر ځای ټاکل شوی قوماندان دی.

فضل ربي: له عرب هيوادونو د پيسو د پيدا کولو مسول دی.

احمدجان وزير: هغه د القاعده سره د اړيکو او د طالبانو په کويټه شورا کې د حقاني ډلې استازی دی.

ملا سنګين ځدراڼ
ملا سنګين ځدراڼ

ملا سنګين ځدراڼ: د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو والي او مهم قوماندان وو چې په ۲۰۱۳ کال کې د امريکايانو په ډرون بريد کې ووژل شو.

حاجي ملي خان: د حقاني ډلې دا مهم قوماندان په ۲۰۱۱ کال کې امريکايي ځواکونو په خوست کې ونيو.

بخت ګل: د حقاني شبکې د عامه اړيکو يو مسول دی چې وسله والو قوماندانانو ته د پيسو د ويشلو دنده هم لري.

قاري ذاکر: ذاکر د حقاني ډلې د ځانمرګو بريدکوونو د روزنې او افغانستان ته د ليږلو چارې پر غاړه لري.

سعيدالله جان: د افغانستان په شمال کې د بريدونو کولو قوماندان دی.

یحيا حقاني: د حقاني ډلې لوژستيکي مسول دی.

محمد عمر ځدراڼ: ځدراڼ طالبانو سره د ترهګرو بريدونو د هم آهنګۍ مسول دی.

خوست کې د حقاني شبکې نيول شوي مشکوک وسله وال
خوست کې د حقاني شبکې نيول شوي مشکوک وسله وال

ځيني امريکايي سينيټرانو په دي وروستيوو کې پاکستان ته ورکړل کېدونکو د ترهګرۍ په وړاندې جګړې لپاره د اتحادي مرستندويه پيسو (Coalition Support Fund) په ميليونونو ډالرو نيوکې کړي او وايي که پاکستان ترهګر بې له کوم توپېره نه ځپي نو امريکا دي دا پيسې نه ورکوي.

د پاکستان د دفاعي چارو کارپوه حسن عسکري وايي اسلام اباد به د دغسي مشروطه پیسو لپاره خپلې ستراتيژيکي ګټې پرينږدي. ((اتحادي مرستندويه پيسې هسې هم د دې کال تر آخره پورې کميږي. بل د پاکستان لومړيتوب [د حقاني ډله نه بلکې] د شمالي وزيرستان کنټرولول دي.))

XS
SM
MD
LG